جلال اباد (پژواک، ۱۰ وږی ۹۷): د ننګرهار والي په کابل کې د پاکستان له سفارته غوښتي چې د جلال اباد قونسلګرۍ په چارو کې یې د ده د لاسوهنې په اړه رسمي سپيناوی وکړي.
نوموړي دا هم وويل، که له فساد سره د مبارزې غبرګون قونسلګري تړل کېږي، نو دوی يې هم د بېرته خلاصېدو لېوال نه دي؛ ځکه تر هر څه ورته د افغانانو عزت مهم دی.
که څه هم د پاکستان سفارت پرون د يوې اعلاميې په خپرولو د ننګرهار والي حيات الله حيات د دوی د قونسلګرۍ په چارو کې پر لاسوهنه تورن کړی او خپله قونسلګري يې د همدې په غبرګون کې تړلې، خو والي وايي چې هلته يې هېڅ راز لاسوهنه نه ده کړې.
د ننګرهار والي حیات الله حیات چې د وږې په ۱۰مه يې په جلال اباد ښار کې په همدې تړاو د خبريالانو پوښتنې ځوابولې وويل، په دغه ولایت کې يې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې، خو د ويزو اخیستو په پروسه کې يې د شته بې نظمۍ او فساد مخنيوي په موخه د قونسلګرۍ په همغږۍ لومړني اقدامات پیل کړي .
نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته د ويزو اخيستو په موخه زرګونه کسان ورځي، هلته د بې نظمۍ او فساد له امله خلک وهل کېږي، ټکول کېږي او تر پښو لاندې کېږي، د افغانانو بې عزتي موږ ته د منلو او زغملو نه ده.))
د هغه په وينا، هره ورځ د ويزې لګولو په موخه له خلکو له پنځو تر شل زره روپيو پورې اخيستل کېږي او له فساده خلک تر پزې راغلي دي.
حيات دا ونه ويل چې دا پيسې د چا له خوا اخيستل کېږي، خو د دغه ولايت نورې سرچينې وايي چې د پيسو په اخيستو کې بهر افغان کمېشن کاران د پاکستان د قونسلګرۍ له مامورينو سره په ګډه دغه کار کوي.
د ننګرهار والي وايي، د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د امنيت، د خلکو تنظيم او فساد مخنيوی يې مسووليت دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانانو پر عزت لوبې وکړي او يا هم فساد ته زمينه برابره کړي.
ده وويل، د قونسلګرۍ د خلاصېدو موضوع يې د بهرنيو چارو له وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه کړې؛ خو که له فساد سره د مبارزې له امله تړل کېږي، نو دوی هم لېوال نه دي چې قونسلګري دي خلاصه شي؛ ځکه وايي، د افغانانو عزت ورته تر هر څه مهم دی.
د يادونې ده، د ننګرهار والي حيات الله حيات د تېرې پنجشنې په ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته ولاړ او په سيمه کې يې د ولايت مقام په حويلۍ کې د پاکستان ويزو اخیستونکو نظم تنظيم او ورته يې لومړني سهولتونه برابر کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن