د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار- سپین بولدک دویم لین سړک جوړېږي

د کندهار- سپین بولدک دویم لین سړک جوړېږي

Sep 01, 2018 - 09:44

کندهار (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د کندهار- سپین بولدک د اوسني سړک تر څنګ په موازي توګه د ۸۰ کیلومتره بل سړک جوړولو چارې روانې دي چې تر راتلونکو دوو کلونو به بشپړې شي.

په دې توګه به دغه سړک په دوه طرفه بڼه په نړیوال معیار جوړ شي چې کورنۍ او بهرنۍ سوداګري به ورسره وغوړېږي او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د کندهار د ټولګټو چارو رییس انجنیر عبدالاحمد احسان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کندهار- سپین بولدک سړک ټولټال ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۶ نیم کیلومتره برخه یې (له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې) وار له مخه په نړیوال سټنډرډ په دوه طرفه بڼه جوړ شوی او په دې وروستیو کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دویم ګام کې اوس د کندهار- سپین بولدک د ۸۰ کیلومتره سړک تر څنګ د بل موازي سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي.

دی وايي، دغه سړک په دوو برخو کې جلا جلا شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی چې ۴۰ کیلومتره یې یوه شرکت ته په ۱،۲۵ میلیارډه افغانۍ او ۴۰ کیلومتره نور یې بل شرکت ته په ۱،۳۳ میلیارډه افغانۍ ورکړل شوی دی.

احسان وویل، د دغه سړک جوړولو لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

د ده په خبره، د دې لپاره چې د دغه سړک د جوړولو چارې ژر وشي نو دوو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، دغه سړک د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي ۱۹ متره پلنوالی لري چې ۸،۵ متره یې سړک، ۱،۵ متره یې د سړک څنډه او ۹ متره یې ګلدان دی.

د ټولګټو چارو رییس زیاتوي د دغه سړک د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړېږي چې شاوخوا ۱۰۰ انجنیران او اړوند نور کارګر په کې کار کوي.

د ده په خبره، د سړک جوړولو چارې څلور میاشتې مخکې پيل شوې او تر دې مهاله یې شاوخوا ۱۰ سلنه کارونه شوي دي.

احسان یادونه وکړه چې د دغه سړک جوړولو تر څنګ به هڅه وکړي چې د پخواني سړک د ترمیم او پينه کارۍ لپاره هم له اسیايي بانک او یا اړوند وزارت څخه بودیجه پيدا کړي.

دی وايي، دا به په نړیوال معیار دوه طرفه سړک وي چې سپین بولدک ولسوالي له کندهار ښار او ګاونډی هېواد پاکستان سره نښلوي.

د نوموړي په وینا، د دغه سړک له جوړېدو سره کورني او بهرنۍ سوداګري وده کوي، د صادراتو او وارداتو په برخه کې سوداګرو ته آسانتیاوې برابروي او د سیمې د خلکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې هم حلوي.

د کندهار اوسېدونکي په معیاري بڼه د دغې ترانزیټي لارې پر جوړولو خوښ دي او له اړوندو ارګانونو غوښتنه کوي چې د کار څارنه وکړي څو په لوړ کیفیت یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

د سپین بولدک ولسوالۍ یوه سوداګر حاجي عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وویل، سپین بولدک ولسوالي د ټول هېواد د سوداګرۍ لپاره مهمه ده، ځکه له پاکستان او نورې نړۍ سره ډېره برخه صادرات او واردات له همدې لارې کېږي.

ده زیاته کړه، د دې لارې په جوړولو سره اوسنی واټن لنډ شي، ترافیکي پیښې به کمې شي او د امنیت د خوندیتوب چارې به یې هم اسانه شي.

نوموړی پر حکومت ټینګار کوي چې د دغه سړک جوړولو چارې په لوړ کیفیت ترسره کړي څو د اوږد وخت لپاره دوام وکړي.

د یادونې ده، د همدغه سړک په امتداد له کندهار ښاره تر کندهار هوايي ډګر پورې د ۱۶،۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې شوې چې رسماً لا نه دی پرانیستل شوی.

د دغه سړک پر جوړولو ۴۰ میلیونه ډالر لګښت راغلی چې په نړیوال سټنډرډ جوړ شوی او د تګ راتګ ۶ کرښې لارې چې عرض یې ۷۰ مترو ته رسېږي.

د یاد سړک جوړول ډېر مهم و؛ ځکه په اوږدو کې یې دولتي ادارې، صنعتي پارک او سوداګریزې ساحې پرتې دي.

ټاکل شوې ده ده د اړوند وزارت د پرمختیايي پلان له مخې په راتلونکو څلورو کلونو کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې چمن څخه تر سپین بولدک پورې ۱۱ کیلومتره د ریل پټلۍ جوړه شي چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې به تر کندهار او تر راتلونکو شلو کلونو پورې به تر هرات پورې وغځول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement