ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- سپین بولدک دویم لین سړک جوړېږي

د کندهار- سپین بولدک دویم لین سړک جوړېږي

author avatar
1 Sep 2018 - 09:44
د کندهار- سپین بولدک دویم لین سړک جوړېږي
author avatar
1 Sep 2018 - 09:44

کندهار (پژواک، ۸ وږی ۹۷): د کندهار- سپین بولدک د اوسني سړک تر څنګ په موازي توګه د ۸۰ کیلومتره بل سړک جوړولو چارې روانې دي چې تر راتلونکو دوو کلونو به بشپړې شي.

په دې توګه به دغه سړک په دوه طرفه بڼه په نړیوال معیار جوړ شي چې کورنۍ او بهرنۍ سوداګري به ورسره وغوړېږي او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د کندهار د ټولګټو چارو رییس انجنیر عبدالاحمد احسان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کندهار- سپین بولدک سړک ټولټال ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۱۶ نیم کیلومتره برخه یې (له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې) وار له مخه په نړیوال سټنډرډ په دوه طرفه بڼه جوړ شوی او په دې وروستیو کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دویم ګام کې اوس د کندهار- سپین بولدک د ۸۰ کیلومتره سړک تر څنګ د بل موازي سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي.

دی وايي، دغه سړک په دوو برخو کې جلا جلا شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی چې ۴۰ کیلومتره یې یوه شرکت ته په ۱،۲۵ میلیارډه افغانۍ او ۴۰ کیلومتره نور یې بل شرکت ته په ۱،۳۳ میلیارډه افغانۍ ورکړل شوی دی.

احسان وویل، د دغه سړک جوړولو لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.

د ده په خبره، د دې لپاره چې د دغه سړک د جوړولو چارې ژر وشي نو دوو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، دغه سړک د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي ۱۹ متره پلنوالی لري چې ۸،۵ متره یې سړک، ۱،۵ متره یې د سړک څنډه او ۹ متره یې ګلدان دی.

د ټولګټو چارو رییس زیاتوي د دغه سړک د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړېږي چې شاوخوا ۱۰۰ انجنیران او اړوند نور کارګر په کې کار کوي.

د ده په خبره، د سړک جوړولو چارې څلور میاشتې مخکې پيل شوې او تر دې مهاله یې شاوخوا ۱۰ سلنه کارونه شوي دي.

احسان یادونه وکړه چې د دغه سړک جوړولو تر څنګ به هڅه وکړي چې د پخواني سړک د ترمیم او پينه کارۍ لپاره هم له اسیايي بانک او یا اړوند وزارت څخه بودیجه پيدا کړي.

دی وايي، دا به په نړیوال معیار دوه طرفه سړک وي چې سپین بولدک ولسوالي له کندهار ښار او ګاونډی هېواد پاکستان سره نښلوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.