کندوز (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): ناپېژاندو وسله والو د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يو شمېر مسافر له موټره ښکته کړي، پيسې او نور قيمتي توکي يې تر اخيستي دي.
د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي د وږي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا درې نيمې بجې د خان ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د مسافرو موټر درولي دي.
هغه وايي: ((څلور موټر يې درولي وو خو درې یې خوشي کړي او يو ٤٠٤ يې درولى ټول مسافر يې ښکته کړي، تلاشي کړي يې دي، پيسې او زيورات يې ترې اخيستي دي.))
ولي زياتوي چې د وسله والو له خوا خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
دغه راز د سيمې اوسېدونکي محبوب پژواک ته وويل: ((په دې سيمه کې زما ځمکه ده، زه سهار خپلې ځمکې ته راغلم، ګورم اتو کسانو چې مخونه يې پټ وو، مسافر له موټره ښکته کول او تلاشي کول يې.))
د اړوندې موضوع په اړه د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک ته وويل چې د پېښې په اړه دوى څېړنې پيل کړې دي.
هغه په دې اړه د نورو خبرو له کولو ډډه وکړه.
د يادونې ده، له دې مخکې هم شپږ ځلې په دې سيمه کې د وسله والو کسانو له لوري مسافر لوټ شوي دي خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه اقدام نه دى شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن