کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٧) : د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) موندنې څرګندوي چې په تېره اګست میاشت کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ښځو او ماشومان په ګډون ټول ۷۸۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد ګروپ له خوا د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د تېرو نورو میاشتو په څېر پراخه مرګ ژوبله په هغو بریدونو بمي چاودنو او مخامخ جګړو کې اوښتې چې ډېری برخه یې د طالبانو له لوري ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په اګست میاشت کې پراخ ملکي تلفات په غزني کې واوښتل، د حکومتي شمېرو له مخې د غزني ښار په برید کې ۸۲ ملکي وګړي شهیدان او ۲۱۲ کسان نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د تېرې اګست میاشتې په لسمه نېټه وسله والو طالبانو پر غزني ښار برید وکړ او نږدې سل ساعته په ښار کې دننه جګړه روانه وه.
حکومت د تلفاتو پړه پر طالبانو ور اچوي چې برید طالبانو کړی؛ خو طالبان د تل په څېر وايي چې ملکي وګړو ته د حکومت په ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملکي وګړو خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا (CPAG) موندنې جوتوي چې په تېره اګست میاشت کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ښځو او ماشومان په ګډون ټول ټال (۷۸۵) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې (۲۶۱) کسان شهیدان شوي او ۵۲۴ تنه یی ټپیان کړي دي .
سرچينه وايي، د حکومت د شمېرو له مخې، د غزني ښار د څلور ورځنۍ جګړې په ترڅ کې نږدې ۳۰۰ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو CPAG وايي چې لا هم د غزني ښار د جګړې د ملکي تلفاتو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی، که چېرې تلفات دومره هم وي، د غزني په تاریخ کې درنه مرګ ژوبله بلل کېږي.
سيپګ وایي چې دغه ځل ننګرهار نه، بلکې کابل یو ځل بیا د مرګ ژوبلې په سر کې راځي چې د ځانمرګو بریدونو له کبله په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، لویه مرګ ژوبله د کابل په دشتي برچي سیمه کې پر يوه ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید له کبله اوښتې وه چې ۶۹ کسان په کې ووژل شول او ۹۵ تنه نور ټپیان شول.
د ملکي وګړو خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ یا سیپګ د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کوي چې پر ښوونځیو، جوماتونو، مدرسو، ښوونیزو مرکزونو او ملکي تاسیستاتو بریدونه ونه کړي.
په پکتیا ولایت کې پر یوه جومات د ځانمرګي برید په پایله کې ۲۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن