ګردېز (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٣٣ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وږي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بريدونه تېره شپه د احمد ابا ولسوالۍ په زرګل سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر یوه غونډه شوي دي.
حسرت وويل چې بريدونه بهرنيو ځواکونو کړي،چې د وسله والو طالبانو ډېرې وسلې هم په کې له منځه تللې دي.
خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سيمه کې پر طالبانو هوايي بريدونه نه دي شوي.
هغه وايي: ((موږ دا کاذب خبر په کلکه ردوو، هلته هېڅ داسې کومه پېښه نه ده شوې او نه هم کوم مجاهد ته زیان اوښتی دى.))
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو اونيو کې د پکتيا چارواکي د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن