ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت په افغانستان کې نږدې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره مياشت په افغانستان کې نږدې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Sep 2018 - 17:06
تېره مياشت په افغانستان کې نږدې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Sep 2018 - 17:06

کابل (پژواک، ١١ وږى ٩٧): په تېره اګسټ میاشت کې د جولاى په پرتله په بريدونو کې ٣٢ سلنه کموالى راغلى، خو له دې امله چې تېره مياشت بريدونه ډېر خونړي وو، مرګ ژوبله يې د وړمې مياشتې په څېر نږدې ٢٨٠٠ تنو ته رسېږي.

د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، وړمه مياشت په منځنۍ کچه په هر بريد کې ١٢ کسانو، خو تېره مياشت په هر بريد کې ١٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دولت له لوى اختر نه مخکې اعلان وکړ چې د عرفې له ورځې تر درېيو مياشتو په دغه شرط د طالبانو پر وړاندې اوربند کوي چې طالبان هم اوربند اعلان کړي، خو طالبانو دا کار ونه کړ.

سره له دې چې طالبانو اوربند ونه مانه، خو د عرفي او اختر په درېيو ورځو کې بريدونه ډېر نه وو او په داسې حال کې په يادو څلورو ورځو کې په منځنۍ کچه هره ورځ د ١٩ کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول چې د تېرې مياشتې په نورو ورځو کې په منځنۍ کچه هره ورځ شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په اګسټ مياشت کې د هېواد په کچه ٣٠٥٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه؛ دغه شمېر د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې په پرتله نهه سلنه لوړ دى.

د بريدونو او مرګ ژوبلې بشپړ راپور

د پژواک خبري اژانس د ورځنيو راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې تېره (اګسټ) مياشت ١٦٣ خو په وړمه (جولاى) مياشت کې ٢٣٩ بېلابېل بريدونه شوي.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې تېره مياشت د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په دېرشو کې ١٧٥٤ کسان وژل شوي او ١٠٢٨ نور ټپيان دي.

ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ٢٨ کسانو، نولسو ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په ځانمرګو بريدونو، دوو، دوو ته په هوايي بريدونو، هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت په فارياب کې ١٨، ننګرهار کې ١٤، کابل کې ١٢، هلمند کې ١١، کندهار کې لس او پاتې ٩٨ بريدونه په ٢٥ نورو ولايتونو کې شوي دي.

په اګسټ کې له باميان، نورستان، سمنګانو او پنجشېر ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

د پوځي چارو شنونکي وايي، په ننګرهار او فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې شتون په دغو ولايتونو کې د بريدونو د ډېروالي لامل دى.

هغوى په کابل کې د بريدونو په اړه وايي چې کابل د هېواد پلازمېنه ده او مخالفين غواړي دلته د بريدونو په ترسره کولو سره نړيوالو ته ځانونه پياوړي وښيي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، دولتي ځواکونه هم په هغو سيمو کې ډېر پوځي عمليات کوي چې د دولت وسله وال مخالفين په کې ډېر فعاليت ولري.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې تېره مياشت ټول١٧٥٤ کسان وژل شوي او ١٠٢٨ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) موندنې ښيي چې په تېره اګسټ مياشت کې د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کې ۲۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲۴ نور ټپيان شوي دي.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله نه وي اوښتې، خو تر ټولو خونړی بريد د غزني پر ښار و چې د اګسټ په ١٩مه د وسله والو طالبانو له خوا پيل او څلور ورځې يې دوام وکړ.

د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ٣١٩ کسان وژل شوي او ١٤٧ نور ټپيان دي.

په وړمه (جولاى) مياشت کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ننګرهار، غزني، پکتيا، جوزجان، کندوز، فارياب، کندهار، کابل، فراه او هلمند کې اوښتې وه.

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي.

د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر وي.

په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو ٨ مياشتو کې څه باندې ١٧٠٠٠ کسانو، خو د روان کال په لومړيو ٨ مياشتو کې نږدې ١٨٠٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥زره کسان وژل شوي او ټپيان دي.

سوله وکړئ او جګړه بنده کړئ!

دا پر ښکېلو غاړو د هغو کسانو غږ دى چې جګړو يې د کورنۍ غړي او خپلوان ترې اخيستي دي.

تېره مياشت په کابل کې پر يو روزنيز مرکز په ځانمرګي بريد کې د ذکيې په نوم د يوې وژل شوې نجلۍ د تره زوی محمد حسن وايي، د ذکيې بېلتون ټوله کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې او ان پر مور يې د زړه حمله راغلې ده.

هغه زياتوي: “ډېره با ادبه او با اخلاقه نجلۍ وه، د ښوونځي وروستی کال يې و، غوښتل يې چې کانکور ازموينې ته تياری ونيسي، خو له بده مرغه د تل لپاره د کانکور له ازموينې پاتې شوه.”

ده پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې سوله وکړي، څو نور په افغانستان کې د وينو تويېدل بند شي.

دغه راز د فراه د مرکز اړوند د ارباب کلا اوسېدونکې نهه کلنه نازي چې پلار يې د ماين په چاودنه کې وژل شوى او هغه اوس د درېيم ټولګي زده کوونکې ده، وايي: “په سوله کې خير دى، په سوله کې زه ډاکتره کېږم… پلار مې پوليس و، طالبانو شهيد کړ، له طالبانو او ټولو غواړم چې سوله وکړي، جګړه دې نه کوي.”

هغې په ژړغوني غږ وويل: “څوک چې پلار نه لري، ډېره سخته وي، اختر کې مې ډېر زړه غوښتل چې پلار مې په غېږ کې ونيسي، خو …”

نازي همدومره وويل او نور يې خبرې په سلګيو کې ورکې شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.