فېروزکوه (پژواک، ١١ وږی ٩٧): د غور د پوهنې رییس چې د ناپېژاندو کسانو په مرسته د یادې ادارې کارکوونکو وهلی ټکولی، له حکومته غواړي چې له دې کسانو سره دې قانوني چلند وکړي.
تېره ورځ د غور د پوهنې ریاست لسو کارکوونکو د یو شمېر ناپېژاندو کسانو په مرسته د خلیل احمد مبارز پر دفتر برید وکړ، لومړی یې د هغه ساتونکی بې وسلې کړ او وروسته یې مبارز سخت وهلي ټکولی دی.
مبارز چې د سر او مخ په برخو ټپي شوی، پژواک ته وویل، د دې ادارې یو شمېر هغه کارکوونکي چې تېره ورځ یې د ده پر دفتر برید کړی او دی یې وهلی ټکولی، څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
مبارز ادعا وکړه چې دغه کسان په ملي شورا کې د خلکو د استازي کرام الدین او د یاد ریاست د تدریسي مدير فضل الحق نجات کسان وو او د دوی په امر یې زه وهلی یم.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د قانون له مخې یې قضيه وڅېړي.
بلخوا د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي پژواک ته وویل، د پوهنې د رییس د قضيې عاملین پولیسو نیولي او قضیه یې څارنوالۍ ته لېږل شوې ده.
سربېره پر دې په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي کرام الدین رضا او د پوهنې تدریسي مدير فضل الحق د مبارز خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې نوموړی خپلو تر لاس لاندې کسانو وهلی ډبولی دی او دوی له دې قضیې خبر نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن