ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال کې د محاذ ګوند د مسوول ابراهيم خېل کور په دوهمه ورځ هم د پوليسو له لوري محاصره دی

شمال کې د محاذ ګوند د مسوول ابراهيم خېل کور په دوهمه ورځ هم د پوليسو له لوري محاصره دی

author avatar
2 Sep 2018 - 17:19
شمال کې د محاذ ګوند د مسوول ابراهيم خېل کور په دوهمه ورځ هم د پوليسو له لوري محاصره دی
author avatar
2 Sep 2018 - 17:19

مزار شريف ( پژواک، ۱۱وږی ۹۷) : د بلخ  ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اخترمحمد ابراهيم خېل کور لا هم د پوليسو له لوري محاصره دی.

د بلخ امنيتي ځواکونو وروسته له هغه تېر ماښام د دغه جهادي قوماندان کور کلابند کړ چې په وينا يې د ابراهيم خېل د زوی په ګډون يوې ډلې غلو دغه کور ته پناه ور وړه.

د پېښې په لومړنيو ساعتونو کې د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري پژواک ته ويلي و چې د مزار شريف له يوې صرافۍ څخه د ۱۵زره امريکايي ډالرو او يو نيم ميليون افغانيو په غلا کې د اختر محمد ابراهيم خېل زوی لاس لري.

خو په شمال کې د محاذ ګوند مسوول دغه قضيه د ځان پر وړاندې د بلخ د اوسنيو او پخوانيو چارواکو دسيسه بولي.

ابراهيم خېل د وږي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غلا په ياده قضيه کې يې زوی لاس نه لري او په خبره يې دا يواځې د ده د بدنامولو په موخه دسيسه ده.

هغه زياته کړه ، د بلخ ډېری امنيتي ځواکونه سياسي او په ځانګړي ګوند پورې تړلي خلک دي؛ نو ځکه يې د ده کور محاصره کړی.

ابراهيم خېل وايي : (( تېره ورځ زموږ په کور کې واده و، زرګونه مېلمانه مو درلودل، چې ناڅاپي پوليسو او ملېشو مو کور محاصره کړ، په ديګونو کې پخې وريجې پاتې شوې او د واده مراسم مو ګډوډ شول.))  

هغه ادعا کوي چې د کور د محاصره کېدو تر څنګ يې پوليسو پر کسانو ډزې کړي او دوه تنه يې ټپيان کړي هم دي.

په شمال کې د محاذ ګوند دغه مسوول زياته کړه چې تل يې د مرکزي ادارې پلوي کړې چې په همدې تور ورسره د بلخ د سيمه ييزو چارواکو ورانه ده.

نوموړی زياتوي: (( څو ورځې مخکې يې د ولسمشر عکس راکښته کړ او تر پښو لاندې يې کړ، همدې پوليسو ورته کتل، هېڅوک نه وو چې ننګه يې وکړي؛ خو زه ورغلم عکس مې بېرته راپورته کړ او نصب مې کړ، دا خلک ځکه ما پسې دي چې زه د مرکزي ادارې ننګه کوم.))

نوموړي تور پورې کړ چې د ده کور د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په امر کلابند شوی دی.

هغه وايي، د بلخ پر سيمه ييزو چارواکو بې باوره دی؛ نو ځکه ورته د کور د پلټلو اجازه نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.