ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمندکې د ايران د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو په غبرګون لاريون وشو

هلمندکې د ايران د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو په غبرګون لاريون وشو

author avatar
2 Sep 2018 - 17:45
هلمندکې د ايران د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو په غبرګون لاريون وشو
author avatar
2 Sep 2018 - 17:45

لښکرګاه (پژواک،۱۱وږی۹۷): د هلمند د مدني ټولنو غړو او اوسېدونکو د ايران د بهرنيو چارو وزير د وروستيو څرګندونو په غبرګون لاريون وکړ او دا ډول خبرې يې د افغانستان په چارو کې مداخله وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف څو ورځې وړاندې له یوه ایراني تلوېزیون سره  په مرکه کې ویلي و، چې دوی د هلمند سیند په اوبو کې حق لري او که افغان حکومت اوبه ورنه کړي، دوی به د بېلابېلو فشارونو په ترڅ کې خپل حق ترلاسه کړي.

نوموړي د دې فشارونو په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي دي چې د هېواد په سرحدي ولایتونو سیستان او بلوچستان سیمو کې يې سږ کال سلګونه جریبه ځمکې شاړې شوي، چې اوسېدونکي يې له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

جواد ظریف په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې افغان حکومت سره خبرې کړي، څو په هر حال کې د دوی حق ورکړي او دې ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

خو د يادو څرګندونو په غبرګون کې نن د هلمند د مدني ټولنو غړو او اوسېدونکو لاريون وکړ.

يوه لاريون کوونکي او د هلمند د مدنې ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظرمحمد رودي وویل چې د ایران چارواکي د خپلو ګټو لپاره د افغان حکومت په چارو کې ښکاره مداخله کوي.

هغه زیاته کړه: ((موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د ایران د دغه چارواکي د غیر مسوولانه او مضرو څرګندونو په تړاو پوښتنه وکړي او خپل دريځ يې په اړه روښانه کړي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي عبدالله تور پورې کړ چې د هلمند سيند اوبو د ترلاسه کولو په خاطر ايران په دې سيمه کې ناامنۍ ته لمن وهي.

ده وويل: ((هلمند سيند کې اوس دومره اوبه نشته چې زموږ وشي، نو دوى ته به موږ څه ورکړو.))

همدارنګه بل لاريون کوونکي او مدني فعال عبدالحق ځواکمن وويل چې حکومت بايد د هلمند سيند د اوبو د هر ډول ضايعاتو مخه ونيسي.

دى وايي:((افغان حکومت څخه غوښتنه کوم چې د سېلابونو پرمهال چې اوبه ايران ته بهېږي او ایران يې د خپل حق یوه پلمه بولي، بندونه جوړ کړي او په  ټولیزه  توګه د اوبو د ضایعاتو مخه ونيسي.))

د يادې موضوع په اړه د هلمند والي ياسين خان له څه ويلو ډډه وکړه او ويې ويل چې په دې تړاو بايد حکومتي مشران څرګندونې وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.