د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې کاروان غړي: طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو ته د تګ اجازه را نه کړه

د سولې کاروان غړي: طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو ته د تګ اجازه را نه کړه

Sep 02, 2018 - 16:20

کندوز ښار (پژواک، ١١ وږى ٩٧): د سولې کاروان غړي وايي چې وسله والو طالبانو هغو سيمو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې چې کنټرول يې له دوى سره دى، بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

دغه څرګندونې د سولې کاروان وياند بسم الله وطندوست د وږي په ١١مه په کندوز کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې په کندوز کې يې د طالبانو له مشرانو سره اړيکې نيولې او له هغوى يې غوښتنه کړې چې تر کنټرول لاندې سيمو ته يې د ورتګ اجازه ورکړي.

ده زياته کړه: ((خو موږ ته يې اجازه را نه کړه، څو ورشو او له نږدې له طالبانو سره خبرې وکړو.))

وطندوست وايي چې د کندوز خلکو د سولې کاروان له غړو کلک هرکلى وکړ او ورسره يو ځاى يې د سولې غږ پورته کړ.

همدارنګه نوموړی وايي دوى نن پرېکړه کوي چې څه وخت د مزارشريف پر لور حرکت پيل کړي.

دغه راز د دغه کاروان بل غړي مالک همدرد وويل چې کندوز د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې د جګړو له امله سخت ځپل شوى او خلک يې له حکومت او طالبانو سوله غواړي.

ده زياته کړه: ((موږ مزار خوا ته روان وو، خو د کندوز خلکو موږ ته دعوت راکړ څو دغه ولايت ته راشو او ټول په ګډه د سولې غږ پورته کړو.))

دغه راز په دې غونډه کې د کندوز اوسېدونکي حکيم الله وويل چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوى بايد نور جګړه بس کړي او د سولې کاروان غوښتنې ته مثبت ځواب و وايي.

ده زياته کړه: ((تاسو په خپلو سترګو ګورئ چې نن د کندوز اوسېدونکي د هلمند له خلکو سره يو ځاى د سولې غږ پورته کوي نو دا په دې معنا ده چې ټول سوله غواړي او طالبان بايد د سولې کاروان غړو ته اجازه ورکړي څو د دوى سيمو ته هم ورشي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندونې وکړې او د سولې پر راوستو یې ټينګار وکړ.

بل لور ته طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د دغه کاروان غړو ته د دوى تر واک لاندې سيمو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

هغه وايي: ((هو زموږ سیمو کې امنیتي مشکلات دي، هلته د دغه کاروان افرادو ته د تګ اجازه نشته.))

له هلمند ولايت څخه را خوځېدلی د سولې کاروان په ٣٨ ورځو کې د ۷۰۰ کيلومتره پلي تګ او د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸مه کابل ته ورسېدل.

د دغه کاروان غړو په کابل کې د يو شمېر سفارتونو مخې ته د سولې د راتګ په موخه د پرلت خېمې ووهلې او له هغه وروسته يې د بلخ ولايت پر لور لوڅې پښې پلى تګ پيل کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement