کندوز ښار (پژواک، ١١ وږى ٩٧): د سولې کاروان غړي وايي چې وسله والو طالبانو هغو سيمو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې چې کنټرول يې له دوى سره دى، بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
دغه څرګندونې د سولې کاروان وياند بسم الله وطندوست د وږي په ١١مه په کندوز کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د يوې ګډې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.
هغه وويل چې په کندوز کې يې د طالبانو له مشرانو سره اړيکې نيولې او له هغوى يې غوښتنه کړې چې تر کنټرول لاندې سيمو ته يې د ورتګ اجازه ورکړي.
ده زياته کړه: ((خو موږ ته يې اجازه را نه کړه، څو ورشو او له نږدې له طالبانو سره خبرې وکړو.))
وطندوست وايي چې د کندوز خلکو د سولې کاروان له غړو کلک هرکلى وکړ او ورسره يو ځاى يې د سولې غږ پورته کړ.
همدارنګه نوموړی وايي دوى نن پرېکړه کوي چې څه وخت د مزارشريف پر لور حرکت پيل کړي.
دغه راز د دغه کاروان بل غړي مالک همدرد وويل چې کندوز د افغانستان د هغو ولايتونو په ډله کې دى چې د جګړو له امله سخت ځپل شوى او خلک يې له حکومت او طالبانو سوله غواړي.
ده زياته کړه: ((موږ مزار خوا ته روان وو، خو د کندوز خلکو موږ ته دعوت راکړ څو دغه ولايت ته راشو او ټول په ګډه د سولې غږ پورته کړو.))
دغه راز په دې غونډه کې د کندوز اوسېدونکي حکيم الله وويل چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوى بايد نور جګړه بس کړي او د سولې کاروان غوښتنې ته مثبت ځواب و وايي.
ده زياته کړه: ((تاسو په خپلو سترګو ګورئ چې نن د کندوز اوسېدونکي د هلمند له خلکو سره يو ځاى د سولې غږ پورته کوي نو دا په دې معنا ده چې ټول سوله غواړي او طالبان بايد د سولې کاروان غړو ته اجازه ورکړي څو د دوى سيمو ته هم ورشي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندونې وکړې او د سولې پر راوستو یې ټينګار وکړ.
بل لور ته طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن