کابل (پژواک ١١ وږى ٩٧): د غوڅ ملاتړ نوی قومندان وايي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره به زیاتې هڅې وکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ نوی قومندان جنرال سکاټ میلر خپل حضور ته ومانه.
سرچينه کاږي، په پیل کې ولسمشر، جنرال میلر ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ له هغه څخه مننه وکړه چې دغه دروند مسوولیت یې ومانه او په دنده کې یې ورته د کامیابۍ هیله څرګنده کړه.
سرچينه زياتوي، په دغه لیدنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوبونو او همدارنګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سټراټيژۍ او د هغې د مثبتو نتایجو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د خبرپاڼې په حواله، د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال میلر له ولسمشرغني څخه د مننې په څرګندولو، په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په خپل نوي موقف او دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن