د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل بودیجه کې دې د اوبو وېش، سړک او ښوونځیو جوړېدو ته لومړيتوب ورکړل شي

د کابل بودیجه کې دې د اوبو وېش، سړک او ښوونځیو جوړېدو ته لومړيتوب ورکړل شي

Sep 02, 2018 - 18:24

 کابل (پژواک، ١١ وږی ٩٧): د کابل له خلکو سره د حکومت د مشورتي غونډې ګډونوالو د ملي بودیجې په اړه له حکومت څخه وغوښتل چې د کابل په بودیجه کې دې د اوبو وېش پروژو، سړک جوړونې او د ښوونځیو لپاره د ودانۍ جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

په دې ناسته کې چې د مالیې وزرات له خوا د بودیجې د کیفیت لوړېدو په موخه په کابل کې د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وه، د مالیې وزارت او کابل ولایت چارواکو او د یاد ولایت له ټولو ولسوالیو څخه د خلکو استازو ګډون درلود.

د غونډې ګډونوال او د کابل د ګلدرې ولسوالۍ د کليوالي شورا رییس عبدالباقي دې ناستې ته وویل: ((زموږ ستونزه اوبو ته رسېدنه ده، موږ د اوبو د ژورو څاګانو د رامنځته کېدو وړاندیز کوو، ښوونځي لرو خو اولادونه مو تر خېمو لاندې زده کړې کوي، په ګرمۍ او یخ کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي، موږ ته باید بودیجه راکړئ چې د ښوونځیو لپاره ودانۍ پرې جوړې شي، ځينې سړکونه مو خام دي که همدې درېیو شیانو ته پاملرنه وشي غوره ده.))

دغه راز د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عتیق الله هم د ښوونځیو د ودانيو کمښت، خام سړکونه او د روغتونونو کمښت د دې ولسوالۍ عمده ستونزې وبللې او ویې ویل: ((له حکومت څخه غوام چې ډېره بودیجه د پوهنې په برخه کې ځانګړې کړي چې اولادونه مو زده کړې وکړي.))

د کابل د ټولو۱۴ ولسوالیو استازو د دې ستونزو یادونه کړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول غونډې به دوام ولري او په ناستو کې مطرح شوو وړاندیزونو ته به په بودیجه کې کې ځای ورکړل شي.

 د کابل ولایت مرستیال محبوب الله محبي په دې ناسته کې وویل، په خلاصه فضا کې تدریس، د ښوونځیو، روغتونونو کمښت، پاکو اوبو ته نه لاس رسی او ځينې خام سړکونه په کابل کې د خلکو عمده ستونزې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې په کابل په ځانګړي ډول کابل ښار کې د اوبو کمښت یوه جدي ستونزه ده، ځکه تر ځکمې لاندې د اوبو زېرمې هره ورځ ښکته ځي.

 د کابل ولایت مرستیال د دا ډول غونډو جوړېدل مهم وبلل او زیاته یې کړه: ((د استنادي دېوالونو د جوړېدو، د کرنې میکانیزه کول، د روغتونونو او ښوونځیو جوړېدو لسګونه پروژې د مالي کمښت له امله نه دي عملي شوې، زموږ غوښتنه دا ده چې د کابل ولایت او ولسوالیو لپاره ډېر کار وشي او کافي بودیجه ورته په پام کې ونیول شي.))

د هغه په خبره، د نورو ولایتونو په پرتله کابل ته باید په بېل نظر بودیجه ځانګړې شي، ځکه د ده په خبره دغه ولایت ډېر زیات نفوس لري.

د ماليې وزارت مالي او اداري مرستیال خالد پاینده وویل، په راتلونکو دوه اوونیو کې دا ډول غونډې په بلخ، ننګرهار، هرات، کندهار، بامیان او پکتیا کې وروسته په نورو ولایتونو کې جوړېږي، تر څو د ۱۳۹۸ کال په ملي بودیجه کې د خلکو وړاندیزونو ته ځای ورکړل شي.

 پاینده په روان کال کې د حکومتي ادارو له لوري د بودیجې د لګښت په اړه وویل، د روان کال له پیل څخه تر اوسه له ۵۰ سلنې ډېره پرمختیايې بودیجه د بېلابېلو دولتي ادارو له لوري مصرف شوې ده.

د هغه په خبره، تېر کال تر همدې وخته د حکومتي ادارو له لوري ۲۹ سلنه پرمختیايي بودیجه مصرف شوې وه.

نوموړي په دې اړه نور جزيیات ور نه کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement