د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شمال کې د محاذ ګوند د مسوول ابراهيم خېل کور په دوهمه ورځ هم د پوليسو له لوري محاصره دی

شمال کې د محاذ ګوند د مسوول ابراهيم خېل کور په دوهمه ورځ هم د پوليسو له لوري محاصره دی

Sep 02, 2018 - 17:19

مزار شريف ( پژواک، ۱۱وږی ۹۷) : د بلخ  ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اخترمحمد ابراهيم خېل کور لا هم د پوليسو له لوري محاصره دی.

د بلخ امنيتي ځواکونو وروسته له هغه تېر ماښام د دغه جهادي قوماندان کور کلابند کړ چې په وينا يې د ابراهيم خېل د زوی په ګډون يوې ډلې غلو دغه کور ته پناه ور وړه.

د پېښې په لومړنيو ساعتونو کې د بلخ د امنيت امر عبدالرزاق قادري پژواک ته ويلي و چې د مزار شريف له يوې صرافۍ څخه د ۱۵زره امريکايي ډالرو او يو نيم ميليون افغانيو په غلا کې د اختر محمد ابراهيم خېل زوی لاس لري.

خو په شمال کې د محاذ ګوند مسوول دغه قضيه د ځان پر وړاندې د بلخ د اوسنيو او پخوانيو چارواکو دسيسه بولي.

ابراهيم خېل د وږي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غلا په ياده قضيه کې يې زوی لاس نه لري او په خبره يې دا يواځې د ده د بدنامولو په موخه دسيسه ده.

هغه زياته کړه ، د بلخ ډېری امنيتي ځواکونه سياسي او په ځانګړي ګوند پورې تړلي خلک دي؛ نو ځکه يې د ده کور محاصره کړی.

ابراهيم خېل وايي : (( تېره ورځ زموږ په کور کې واده و، زرګونه مېلمانه مو درلودل، چې ناڅاپي پوليسو او ملېشو مو کور محاصره کړ، په ديګونو کې پخې وريجې پاتې شوې او د واده مراسم مو ګډوډ شول.))  

هغه ادعا کوي چې د کور د محاصره کېدو تر څنګ يې پوليسو پر کسانو ډزې کړي او دوه تنه يې ټپيان کړي هم دي.

په شمال کې د محاذ ګوند دغه مسوول زياته کړه چې تل يې د مرکزي ادارې پلوي کړې چې په همدې تور ورسره د بلخ د سيمه ييزو چارواکو ورانه ده.

نوموړی زياتوي: (( څو ورځې مخکې يې د ولسمشر عکس راکښته کړ او تر پښو لاندې يې کړ، همدې پوليسو ورته کتل، هېڅوک نه وو چې ننګه يې وکړي؛ خو زه ورغلم عکس مې بېرته راپورته کړ او نصب مې کړ، دا خلک ځکه ما پسې دي چې زه د مرکزي ادارې ننګه کوم.))

نوموړي تور پورې کړ چې د ده کور د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په امر کلابند شوی دی.

هغه وايي، د بلخ پر سيمه ييزو چارواکو بې باوره دی؛ نو ځکه ورته د کور د پلټلو اجازه نه ورکوي.

له دې سره د وږي په ۱۱مه، بلخ ولايت مقام کې د يادې قضيې په تړاو د سيمه ييزو چارواکو تر منځ   اضطراري ناسته هم شوې، چې جزئيات يې نه دي روښانه شوي.

په ورته وخت کې ولايت مقام ته د مزار شريف ښار د قالين فروشۍ راستې يو شمېر دوکانداران هم ورغلي وو او له چارواکو يې د غلو د نيولو غوښتنه کوله.

د علي محمد په نوم يوه دوکاندار په خپلو خبرو کې وويل چې که پوليس د يادې قضيې عاملين ونه نيسي؛ نو د اعتراض په ډول  به خپل دوکانونه وتړي.

هغه وويل چې پوليسو سره د غلو په تړاو پوره اسناد او شواهد شته؛ خو د قانون  د تطبيق برخه کې ناتوانه دي.

نوموړي زياته کړه، د بلخ د امنيت امر ورته ويلي، چې غله پېژني خو د نيولو توان يې نه لري.

موږ هڅه وکړه چې د پېښې د جزيياتو په تړاو د بلخ د امنيت امر نظر هم واخلو؛ خو نوموړی خبرو کولو ته حاضر نه شو.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد بيا په ډېر احتياط سره د يادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

هغه پژواک ته وويل چې هېڅ څوک له قانون څخه لوړ نه دی.

نوموړي زياته کړه چې د يادې غلا تر شا که د هر چا لاس وي، بايد ونيول شي او قانون پرې تطبيق شي.

حديد زياتوي چې اوسنيو شرايطو ته په کتو بايد ياد مشکل په ډېر احتياط سره حل شي.

بلخ ولايت مقام ته د اعتراض په ډول د راغليو دوکاندارانو له غونډې څخه هغه مهال خبريالان وايستل شول چې د بلخ د والي د خبرو وخت راورسېد.

که څه هم خبريالانو په ولايت مقام کې څه باندې درې ساعته انتظار وکړ؛ خو بيا هم د بلخ والي او امنيه قوماندان د موضوع په تړاو رسنيو سره خبرې ونه کړې.

بلخ کې د خورشيد تلوېزيون خبريال طاهر سديد پژواک ته وويل چې د بلخ سيمه ييزو مسوولينو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر پښو لاندې کړ.

هغه زياته کړه: (( موږ څه باندې درې ساعته ورته انتظار وکړ؛ خو اخر کې له غونډې وويستل شو، د والي او امنيه قوماندان په ګډون هېڅ چارواکی حاضر نه شوچې معلومات راکړي.))

نوموړی وايي، داسې ښکاري چې دولتي مسوولين په لوی لاس د معلوماتو د پټولو هڅه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement