د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"طالبانو د کندهار- اروزګان پر لار اووه تنه له موټرو ښکته او له ځان سره بيولي"

"طالبانو د کندهار- اروزګان پر لار اووه تنه له موټرو ښکته او له ځان سره بيولي"

Sep 02, 2018 - 19:03

کندهار ښار(پژواک،١١وږى٩٧): سرچینې وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان پر لويه لار اووه تنه له موټروکښته کړي او له ځان سره یې بيولي دي.

خو چارواکي یې تشه اوازه ګڼي او وسله والو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

یوه سرچینه وايي، وسله والو طالبانو د کندهار- اروزګان پر لويه لاره یو شمېر موټر چې د کندهار او ارزوګان تر منځ تګ راتګ کوي پلټلي او اووه تنه یې له دولت سره د تړاو په تور له موټرو کښته کړي او بېولي دي.

دغه سرچینه وايي، نیول شوي کسان ملکي وګړي دي او له دولت سره کوم تړاو نه لري.

خو د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، دا یوازې اوازه ده او کوم حقیقت نه لري.

ده پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو ورځو راهیسې دغه اوازه خوله په خوله کېږي خو په حقیقت کې پر دغه لار هیڅ دغسې پېښه نه ده شوې.

د شاولیکوټ ولسوال حاجي عبدالغني هم وايي چې دغه اوازه تر دوی ور رسېدلې، خو د دوی معلومات دا دي چې تر دې مهاله دغسې کومه پېښه نه ده شوې.

خو ده بیا هم یادونه وکړه چې په دې اړه معلومات کوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی هم له دې پېښې ناخبري ښيي او وايي چې په دې اړه معلومات کوي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د کندهار- اروزګان لار له ډېرې اوږدې مودې راهیسې ناامنه شوې چې نه یوازې وسله وال طالبان پر دغه لار پر امنیتي پوستو بریدونه کوي، بلکې کله کله د لارې سر ته راوځي او موټر هم پلټي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement