د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د داعش دوه پاکستاني وسله وال تسليم شول

ننګرهار کې د داعش دوه پاکستاني وسله وال تسليم شول

Sep 02, 2018 - 15:09

جلال اباد (پژواک، ۱۱ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ملي امنيت رياست په هلو ځلو د داعش دوه پاکستاني وسله وال چې د دې ډلې له رهبرۍ سره نږدې پاتې شوي، له حکومت سره یو ځای شوي دي.

دوی وايي، تسليم شوو وسله والو د خپلې کورنۍ غړي هم له ځان سره راوسلتي او اوس د ملي امنيت په رياست کې ساتل کېږي.

که څه هم رسنيو ته د يو ځای شوو وسله والو د کورنيو د غړو ښودو ژمنه هم شوې وه، خو نن د ملي امنيت رياست په انګړ کې يوازې تسليم شوي وسله وال وښودل شول.

د يو ځای شوو وسله والو له ډلې نقيب الله وويل چې څلور کاله مخکې هغه مهال چې دغه ډله رامنځته شوه، دوی د پاکستاني طالبانو له ډلې د حافظ سعيد په مشرۍ له داعش سره يو ځای شول.

هغه زياته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې يې په بېلابېلو دولت ضد کړنو، د ملکي خلکو په ربړونو او وژنو کې لاس درلود.

نقيب الله وايي، په دې وروستیو کې چې د دې ډلې کړنې ټولې د عامو خلکو پر زيان تمامې شوې،  دوى د ملي امنيت له رياست سره په اړیکه کې شول او له حکومت سره یو ځای شول.

دی وايي، داعش ډلې د مياشتني معاش تر څنګ د دوی د اړتيا وړ نورې پيسې هم ورکولې، امکانات، وسلې او مهمات ورته له پولې هاغې غاړې راتلل.

د نوموړي په وينا، د داعش په ليکو کې د تاجکستان، ازبکستان، اذربايجان، چيچنيا، پاکستان، عرب، ترک او نور بېلابېل جنګيالي موجود وو چې رهبري او مشري تر ډېره له بهرنيانو سره وه.

دغه راز د يو ځای شوو وسله والو له ډلې سجاد وويل چې دوی ټول اووه کسان دي چې دوه د صديق اولادونه او يوه يې مېرمن او د ده خپله مېرمن او يو زوی دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته وويل چې د پاکستان د اورکزيو ايجنسۍ اصلي اوسېدونکي صديق الله او سجاد چې د داعش ډلې له رهبرۍ سره له نږدې اړيکې لري او څلور کاله په دغه ډله کې پاتې شوي ملي امنيت ته تسليم شول.

د هغه په وينا تسليم شوو وسله والو خپلې مېرمنې او ماشومان هم له ځان سره راوستي او دغه راز يې خپلې دوه ميله وسلې هم راوړې دي.

خوږياڼی وايي: ((دوی هغه مهال چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د شيخ عبدالرحيم مسلم دوست چې د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په مشرۍ ننګرهار کې فعاليتونه پيل کړل، له دغې ډلې سره يوځای شوي دي.))

د هغه په وينا، دوی وروسته د دې ډلې د بل مشر حافظ سعيد او له هغه وروسته د دې ډلې له نورو مشرانو سره نږدې پاتې شوي او په دغه ډله کې يې مهم رول لوبولی دی.

داعش يا د اسلامي خلافت ډلې تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement