ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
2 Sep 2018 - 19:37
په ننګرهار کې ٢٢ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
2 Sep 2018 - 19:37

جلال اباد (پژواک ١١ وږى ٩٧): د ننګرهار چارواکي وايي، په حصارک ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځواکونو د ځانګړو عملياتو پرمهال دوه ويشتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې عمليات تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په ګاړې سيمه کې د طالب وسله والو پوه يو مرکز شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو پرمهال ١٣ طالبان ووژل شول او ٩ نور يې ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په عملیاتو کې د وسله والو ياد مرکز او يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د حکومتي چارواکو د دغو ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوربابا ولسوالۍ د پوليسو پر رینجر موټر چاودنه شوې چې يو پوليس په کې وژل شوی او بل ټپي دی.

یوې سيمه ييزې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ويلي، چې چاودنه مازيګر مهال د دغې ولسوالۍ په منګليانو سيمه کې شوې او موټر هم تخريب شوی دی.

د دې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.