ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د چاهي پراخه سيمه طالبانو نيولې

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د چاهي پراخه سيمه طالبانو نيولې

author avatar
3 Sep 2018 - 11:14
د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د چاهي پراخه سيمه طالبانو نيولې
author avatar
3 Sep 2018 - 11:14

مزارشريف (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ اړوند چاهي سيمه تېره شپه وسله والو طالبانو نيولې ده.

د دولت اباد د امنيې قوماندانۍ يوې باوري امنيتي سرچينې د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاهي سيمه تېره شپه طالبانو نيولې ده.

سرچينه زياتوي چې دولتي ځواکونو له دې سيمې تاکتيکي شاتګ کړی دی.

د سرچينې په خبره، دمګړۍ چاهي بازار او شاوخوا سيمې د طالبانو په ولکه کې دي.

په ورته وخت کې بيا د دولت اباد ولسوالۍ د چاهي اوسېدونکي هم وايي چې یاده سيمه طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

د طالبانو له خوا د نیول شوې سيمې اوسېدونکي محمد کريم پژواک اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو له جګړې پرته دغه سیمه طالبانو ته پرېيښې ده.

هغه زياتوي چې په ياده سيمه کې د ملي پولیسو یوه او د سيمه ييزو پوليسو درې پوستې موجودې وې چې ټولې يې سقوط شوې دي.

د بلخ امنيه قومانداني بيا د چاهي سيمې سقوط نه تاييدوي.

د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پر چاهي سيمه بريد کړی و چې د امنيتي ځواکونو د ځوابي بريد په پايله کې شاتګ ته مجبور شول.

درانی زياتوي چې طالبانو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده خو په وينا يې چې کره شمېره يې تر اوسه نه ده معلومه.

وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې ويلي چې بلخ کې يې چاهي ولسوالۍ سقوط کړې او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خبرپاڼه کې همدا راز ويل شوي چې طالبانو د دغو عملياتو پر مهال له امنيتي ځواکونو وسلې او مهمات هم نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.