کلات (پژواک،١٢ وږى٩٧): د زابل مسوولينو له دولتي کارکوونکو غوښتي چې په پېر او پلور کې له پاکستانيو کلدارو څخه استفاده ونه کړي.
د دغه ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د ولايت مقام د اداري مجلس په غونډه کې چې د والي رحمت الله يارمل په مشرۍ جوړه شوې وه، ترسره شوې ده.
سرچينه کاږي، په دغه ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د سيمه ييزو ارګانونو په لارښوونه د افغانيو د دودولو او د سوداګريزو توکو په پېر او پلور کې له افغانيو څخه په استفاده کولو خبرې وشوې او وپتېيل شوه چې په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه ونه شي.
سرچينه زياتوي چې پرېکړه وشوه چې هيڅ دولتي کارکوونکى د دې حق نه لري چې په پېر او پلور کې له پاکستانيو کلدارو څخه استفاده وکړي.
والي لارښوونه کړې چې د دولتي ادارو رييسان او کارکوونکي بايد له خپلو کورنيو څخه هم غوښتنه وکړي چې د افغانيو په ترويجولو کې همکاري وکړي.
بايد وويل شي چې يوه اوونۍ وړاندې په ننګرهار کې هم د دغه ولايت د مسوولينو تر پرېکړې وروسته، د افغانيو د بشپړ چلښت د تطبيق لپاره کار پيل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن