ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې له سرغړوونکو کاندیدانو سره قانوني چلند کېږي

د ولسي جرګې له سرغړوونکو کاندیدانو سره قانوني چلند کېږي

author avatar
3 Sep 2018 - 17:53
د ولسي جرګې له سرغړوونکو کاندیدانو سره قانوني چلند کېږي
author avatar
3 Sep 2018 - 17:53

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له وخته مخکې ټاکنیزې مبارزې درغلي ګڼي او وايي، له هغو کاندیدانو سره به قانوني چلند وشي او نومونه به یې له لېست څخه لرې شي چې له دندو یې استعفا نه ده کړې.

دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ټاکنو د قانون له مخې له ټاکل شوي وخته مخکې یا وروسته ټاکنیزې مبارزې سربېره پر دې چې ښکاره درغلي ده تر قانوني څارنې لاندې راځي، سرغړونکی له ۵۰ تر ۱۰۰ زره افغانیو پورې جریمه کېږي.

د ټاکنو د قانون په ۹۸ مه ماده کې راغلي: ((د دغه قانون لسم  جز کې درج شوي سرغړونکي له حقونو د بې برخې کېدو سربېره اړ دي چې له ۵۰ تر ۱۰۰ زرو افغانۍ جریمه ورکړي.))

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په ټینګار وویل چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې او وروسته د ټاکنیزو مبارزو ترسره کول ټاکنیزه سرغړونه ده.

هغه د کاندیدانو یا د دوی د پلویانو له خوا د سیمینار، کنفرانس، د شرکتي پیغامونو لېږد، د اختر یا د ورزشکارانو د مبارکۍ، له ملي بهیر څخه ملاتړ یا له خلکو سره د غم شریکۍ په پلمه د انځورونو خپرول ټاکنیزه سرغړونه بولي او وايي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دغه راز نوموړي وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره ټاکنیزې مبارزې تصویب کړې، چې سیاسي ګوندونه، کاندیدان او پلویان یې نه شي کولی د کاندیدانو د لومړني لېست له اعلان وروسته او د ټاکنیزې مبارزې له ټاکل شوي وخت مخکې په حقیقي یا مجازي فضا کې د ټاکنیزو کمپاینونو پروګرامونه ترسره کړي.

هغه په ډاګه کړه چې د ټاکنیزو مبارزو د لایحې او ولسمشر د وروستي فرمان له مخې د چارواکو، کارکوونکو او دولتي مامورینو له خوا د کاندید په ګټه یا زيان هر ډول تبلیغ او په دې قصد هر ډول مداخله منع او درغلي ګڼل کېږي او قانوني غبرګون لري.

نوموړي له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې هر ډول سرغړونه، درغلي او ټاکنیز جرم لکه د ټاکنیزو مبارزو په برخه کې درغلي د عدالت د تامین لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسیون له مرکزي او ولایتي دفترونو سره شریک کړي او یا یې شکایت وکړي.

روحاني د تصمیم نیول او درغلیو، سرغړونو او ټاکنیزو جرمونو ته رسېدنه د ټاکنیز کمېسیون صلاحیت و باله او زیاته یې کړه: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د شکایت او نیوکې د نه شتون په صورت کې که درغلي وویني کولای شي موضوع ته رسېدنه وکړي او د ټاکنو له قانون سره سم خپل تصمیم ونیسي.))

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دغه چارواکي زیاته کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ټولو کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او د دوی له پلویانو په جدي توګه غواړي چې د ټاکنو د ټولو قوانینو په پام کې نیولو په ځانګړې توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنیزې مبارزې لایحه ژر تر ژره د هغو ټاکنیزو مبارزو له درغلیو چې اوس روانې دي مخنیوی وکړي، هغه ته د پای ټکی کېږدي او له هر ډول ناقانونه کړنو څخه ډ ډه وکړي.

بلخوا بیا دى وايي، هغه کاندیدان چې د قانون له مخې استعفا ته اړ شوي او اوس یې ټاکنیز کمېسیونونه تېر ایستلي او استعفا یې نه ده ورکړې، دوی د استازیتوب په شرایطو برابر نه بولي او د کاندیدانو له لېست نه د لرې کېدو وړ دي.                                                            

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.