ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز ښار هټیو کې د نشه یي توکو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

د ګردېز ښار هټیو کې د نشه یي توکو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
3 Sep 2018 - 14:50
د ګردېز ښار هټیو کې د نشه یي توکو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
3 Sep 2018 - 14:50

ګردېز (پژواک، ١٢ وږى ٩٧): د پکتيا د ولايتي شورا غړي او د ګردېز اوسېدونکي وايي چې د ښار د منځ له ځينو هټيو او هوټلونو څخه په اسانۍ نشه يي توکي ترلاسه کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز اوسېدونکی عادل د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو ځيني کاروباريان چرس، پوډر، شيشه او ورته نشه يي توکي ښار ته راوړي او بيا يې د شته کاروباري اړيکو له لارې پر هټۍ والو او هغه يې بيا پر روږدو پلوري.

نوموړي وويل: ((کله چې ځوان ته د کار زمينه برابره نه شي او د ځوان د فکر لپاره کار ونه شي، طبيعي ده چې بيا نشو ته مخه کوي او چې نشو ته مخه کړي، نو بيا ځينې داسې کړۍ شته چې هغوی ته نشه يي توکي رسوي او له دې لارې خپلې ګټې خوندي ساتي.))

جمعه رات معصوم د ګردېز ښار بل اوسېدونکی دی چې وايي په ښار کې د نشه يي توکو د پلور شاهد دی.

معصوم وويل چې روږدي کسان د ښار په ځينو مشخصو هټيو کې هر وخت نشه يي توکي ترلاسه کولی شي.

نوموړی له مسوولو ادارو غواړي چې د دې چارې مخه ونيسي او زياتوي: ((دا خو سمه خبره ده چې په بازار کې نشه يي توکي پلورل کېږي، دا زموږ ځوانان له تباهۍ سره مخ کوي، که چېرته د دې مخه ونه نيول شي، نو زموږ ټولنې او هېواد ته ډېر تاوانونه اړوي.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا پخوانی مشر الامير بهرامزی هم دا خبره کوي او وايي چې څو ځلې يې په دې اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړی، خو د مخنيوي اقدام یې نه دی شوی.

بهرامزي تور پورې کړ چې د نشه يي توکو پلورونکو ته د اړوندو اجرائيه ادارو له خوا د پيسو او رشوت په بدل کې د فعاليت اجازه ورکول کېږي.

نوموړی وايي: ((په ښکاره ډول د ښار په ځينو دوکانونو او هوټلونو کې نشه يي توکي خرڅېږي، کشفي او هغه ارګانونه چې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کوي، هغه د دې توکو د خرڅلاو په مخنيوي کې پاتې راغلي يا د رشوت يا د پيسو په واسطه هغو ته اجازه ورکوي چې دا توکي وپلوري.))

همدارنګه د ولايتي شورا بل غړى محمدرحمن قادري وايي، په ښار کې د نشه يي توکو د پلور غير قانوني کار په لويه کچه ترسره کېږي.

قادري د دې چارې د دوام لامل په دې برخه کې فساد يادوي چې په خبره يې په دې اړوند نيول کېدونکي کسان بېرته خوشي کېږي.

دی وايي: ((په ګردېز ښار کې د مواد مخدر خرڅول او اخيستل په ازاد ډول کېږي؛ ځکه هغه دوکانونه او هغه څوک چې اپين، پوډر، پېچکاري خرڅوي، دوکان يې معلوم دی، ځای يې معلوم دی، چرس خو په هر دوکان کې پيدا کېږي، خو امنيتي، خصوصاً کشفي ارګانونه په دې کې هېڅ نوع اجراات نه کوي. که څوک ونيسي هم، دوه، درې ورځې بندي کېږي او بېرته د معاملې په ترڅ کې خلاصېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.