مزار شريف ( پژواک، ۱۲وږی ۹۷) د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او په شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اختر محمد ابراهيم خېل سلګونه پلويانو د هغه په ملاتړ لاريون وکړ.
له بلې خوا نن په درېيمه ورځ هم مزار ښار کې د اختر محمد ابراهيم خېل کور د بلخ پوليسو له خوا کلابند دى.
پوليس د ښار له يوې صرافۍ څخه د پيسو په وسله واله غلا کې د ابراهيم خېل زوی تورن بولي؛ خو شمال کې د محاذ ګوند ياد مسوول د پوليسو دغه کار د ځان پر وړاندې دسيسه بولي.
د ابراهيم خېل پلويانو خپل لاريون مزار شريف کې د( S )پروژې له ساحې پيل کړ، چې د کابو ۱۰ کيلومتره لارې په طی کولو سره يې د نوموړي د کور مخې ته په راټولېدو پای ته ورساوه.
دغو لاريون کوونکو په پيل کې د څو شېبو لپاره د بلخ – جوزجان لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
يوتن لايون کوونکي جلال الدين پژواک ته وويل چې اختر محمد ابراهيم خېل يې مشر دی او پوليس د نوموړي د بدنامولو په هڅه کې دي.
هغه د چا نوم وانخيست خو ويې ويل چې پوليسو د يوې ځانګړې کړۍ په فرمايش د ابراهيم خېل کور محاصره کړی دی.
عظم الدين بل لاريون کونکی دی چې شمال کې د محاذ ګوند د مسوول په ملاتړ سړک ته راوتلی دی.
نوموړي پژواک ته وويل چې تر څو د ابراهيم خېل د کور محاصره نه وي ماته شوې، دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس بيا د خبرو له لارې د دغې موضوع د حل غوښتنه کوي.
افضل حديد پژواک ته وويل چې ډېر ژر به مزار شريف کې راپورته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
د بلخ امنيه قومانداني هم ډاډ ورکوي چې ياده ستونزه به په سوله ييز ډول حل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن