ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۱۴ تړل شوو ښوونځيو د بيا فعالولو هڅې چټکې شوې دي

ننګرهار کې د ۱۴ تړل شوو ښوونځيو د بيا فعالولو هڅې چټکې شوې دي

author avatar
3 Sep 2018 - 16:57
ننګرهار کې د ۱۴ تړل شوو ښوونځيو د بيا فعالولو هڅې چټکې شوې دي
author avatar
3 Sep 2018 - 16:57

جلال اباد (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، لا هم د دغه ولايت په لرو پرتو نا امنو سيمو کې ۱۴ ښوونځي د زده کوونکو پر وړاندې تړلي او دوى يې د خلاصولو لپاره هڅې پيل کړې دي.

د پوهنې رييس حسيب الله شينواري د وږي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ولايت کې ۱۴ ښوونځي لا هم تړلي خو زياتوي، دغه ښوونځي هغو سيمو کې دي چې عملاً هلته د وسله والو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

نوموړي زياته کړه: ((له بده مرغه په ننګرهار کې څوارلس ښوونځي بند دي او دا په هغو ساحو کې دي چې هلته د جګړو له امله هم د خلکو اوسېدل ستونزمن دي او هم د ښوونځیو پرانيستل.))

دی وايي، د يادو ښوونځيو زده کوونکي تر ډېره په نورو ښوونځيو کې جذب شوي خو د ښوونځيو تړل کېدل يوه ستونزه ده چې ولايتي اداره یې بايد د حل لپاره ګامونه لا چټک کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي حيات الله حيات هم مني چې دغلته ۱۴ ښوونځي تړل شوي او زياتره یې د داعش وسله والې ډلې تر کنټرول لاندې سيمو او د سپين غره په لمنو لرو پرتو ساحو کې دي.

نوموړی وایي، هڅې يې ګړندۍ کړې چې دا ستونزه د قومي مشرانو په منځګړتوب حل کړي او زمينه برابره کړي چې هلته بېرته ښوونځي فعال شي.

والي زياته کړه: ((د قومي مشرانو، علمای کرامو او نورو سره موږ په دې کار کوو چې موږ وکولی شو څو هغه ښوونځي چې هغه د هغوی تر کنټرول لاندې دي، هغې ته زمينه برابره کړو.))

حيات الله حيات ډاډ ورکړ چې په دط برخه کې يو څه پرمختګ شوی خو ستونزه په بشپړ ډول حل شوې نه ده، بلکې يو څه نور وخت ته هم اړتيا ليدل کېږي.

والي په دې وروستيو کې د داعش له لورې د دغه ولايت د ښوونيز بهير پر وړاندې د خنډونو او خلکو اندېښنو په ځواب کې وويل چې اوس دغه ستونزه کنټرول شوې او راتلونکی ښوونيز کال به پر خپل وخت سره پيلېږي.

د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر استازي هم د تړلو ښوونځيو د خلاصون غوښتنه کوي او پر وسله والو هم غږ کوي چې د ښوونيز نظام پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

د شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال پژواک ته وويل: ((ولايتي اداره بايد د هرې ممکنه لارې چې کېږي د دغو ښوونځيو د خلاصون هڅې وکړي، ځکه د يو ښوونځي د دروازې په تړل کېدو د محبس دروازه خلاصېږي.))

ټاکل شوې د روانې لمريزې مياشتې پر پنځلسمه نېټه ننګرهار کې د تودو سيمو ښوونيز بهير هم پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.