ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوه ډله وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای شول

ننګرهار کې يوه ډله وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای شول

author avatar
3 Sep 2018 - 17:09
ننګرهار کې يوه ډله وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای شول
author avatar
3 Sep 2018 - 17:09

جلال اباد (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): په ننګرهار کې د يو قوماندان په ګډون د وسله والو طالبانو يوه ۱۱ کسيزه ډله دسولې له بهير سره يوځای شوه او خپلې وسلې يې هم حکومت ته تسليم کړې.

ياد وسله وال د وږي په ۱۲مه د دغه ولايت د ملي امنيت په رياست کې رسنيو ته وښودل شول او عملاً يې حکومتي چارواکو ته پر غاړې ورکولو د سولې لار خپله کړه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي خبريالانو ته وويل چې د قوماندان جلات خان په مشرۍ دغه ۱۱ کسيزه ډله طالبان د ملي امنيت موظفينو په هلو ځلو د سولې له پروسې سره يوځای شوه.

هغه زياته کړه، يادو وسله والو خپله يو ميل راکټ، يو ميل تومانچه او ۹ ميله کلاشينکوفونه هم حکومت ته تسليم کړل او په جګړو کې د بيا برخې نه اخيستو ژمنه يې وکړه.

خوږياڼی وايي، دوی ورسره ژمنه کړې چې په جګړه کې پاتې نور ملګري به هم وهڅوي چې د سولې له پروسې سره يوځای او له جګړو لاس واخلي.

د سولې له پروسې سره د يو ځای شويو وسله والو قوماندان جلات خان له رسنيو سره په خبرو کې وويل، ځکه يې له جګړې لاس واخيست چې د طالبانو کارونه د ولس په زيان او د پرديو لپاره و.

دی وايي: ((په ناحقه به ورته ځکه ووايم، چې دوی په خپل اختيار نه دي او د بل چا په خبرو روان دي، له خلکو د عشر او زکات په نومونو پيسې راټولوي، ځوروي يې او هر څه يې چې خوښه وي هغه کوي.))

دده په خبره، اووه کاله يې د وسله والو طالبانو په ليکو کې د ننګرهار د سرخرود، خوږياڼو، شينوارو او د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ ديوه ګل دره کې يې فعاليتونه ترسره کړي دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى محمد ناصر کاموال وايي، په دې هيله چې د دولت مخالفينو دا خبره درک کړې وي چې جګړه موخو ته د رسېدو لار نه ده،سوله او خبرې اترې کولی شي چې دوی پرې ځانونه موخو ته ورسوي.

هغه زياته کړه چې سوله قرباني غواړي او دا قرباني بايد افغان حکومت او وسله وال طالبان دواړه ورکړي او د خلکو دغه ستر ارمان چې په هېواد کې سوله ده پوره کړي.

د يادولو ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای شوي؛ خو وسله وال طالبان بيا دا نه مني چې ګواکې د دوی له ډلې دې ځينې کسان دولت ته تسليم شوي وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.