بامیان (پژواک، ١٢ وږی ٩٧): د بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز او ځينو ولسوالیو کې نږدې ۵۰ زره کورنۍ د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې او لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د بامیانو د کرنې رییس عبدالوهاب محمدي پژواک خبري آژانس ته وویل، د دغه ولایت په ۱۵زره کلیو کې شاوخوا ۵۰زره هغه کورنۍ چې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو توان نه لري، د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د بامیانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د ارزونې له مخې د ورس، پنجاب او سیغان ولسوالۍ له سختې وچکالۍ، د بامیانو مرکز او یکاونلنګ ولسوالي له متوسطې وچکالۍ او د شیبر او کهمرد ولسوالۍ له کمې وچکالۍ سره مخ دي.))
د هغه په خبره، سږ کال د تېر کال په پرتله د ورښت کچه ۴۰ سلنه کمه شوې ده.
هغه وویل، له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې د زیانمنو لپاره ۱۵۰۰ ټنه غنم په پام کې نیولي، دغه اندازه مواد د وچکالۍ ځپلو سره د مرستې لپاره ډېر کم دي.
محمدي زیاته کړه: ((په بامیانو کې به وچکالي ممکن نور غبرګونونه لکه بېکاري او د کورونو پرېښودل رامنځته کړي نو له دې امله له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې څېړنیز ټېم په داسې څېړنه کار کوي چې د وچکالۍ له امله د رامنځته شوو زیانونو کچه معلومه کړي.))
هغه د دې په څرګندولو چې په دې کچه غنم د زیانمونو سره د مرستې لپاره بسنه نه کوي وویل، د بامیانو د کرنې ریاست هڅه کوي چې له مرستندویه موسسو سره اړیکه ټینګه کړي تر څو ډېرې مرستې ترلاسه کړي.
د بامیانو د ولایتي شورا غړي محمد علي محمودي وویل، په ورس ولسوالۍ کې وچکالي دې خد ته رسېدلې چې ډېری کلي لکه تخت ورس، شاهي، سخرجوی، موشک او پنجندود د څښاک اوبه له ۵ کیلو متره لرې فاصلې څخه راوړي.
نوموړي زیاته کړه: ((وچکالۍ د دغه ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او دوی یې د علوفې د نه شتون له امله په کمه بیه د حیواناتو پلور ته اړ ایستلي.))
د هغه په خبره، په راتلونکو میاشتو کې ښايي د ورس ولسوالۍ اوسېدونکي د وښو او خوړو د نه شتون له امله خپل کورونه پرېږدي.
هغه وویل: ((دولت تر اوسه یوازې سروې ترسره کړې خو تر اوسه یې د څښاک اوبو او لومړنیو مرستو په برابرولو کې څه نه دي ترسره کړي.))
د یاد ولایت د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي علي محمد چې له خپلې کورنۍ سره مرکز ته راغلی وویل، خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله د کلي پرېښودو ته اړ شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن