ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د غزني له جګړې ځپلو سره ۱۴ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

حکومت د غزني له جګړې ځپلو سره ۱۴ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

author avatar
3 Sep 2018 - 17:04
حکومت د غزني له جګړې ځپلو سره ۱۴ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه
author avatar
3 Sep 2018 - 17:04

غزني ښار (پژواک، ١٢ وږى ٩٧): د حکومت له لوري په غزني کې له جګړه ځپلو کورنيو سره د ١٤ ميليونه افغانيو مرسته وشوه، خو بل لور ته په دغه ولايت کې د وروستۍ لويې جګړې له امله هټۍ والو او سوداګرو ته ٤٥٠ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

شاوخوا درې اوونې مخکې وسله والو طالبانو پر غزني ښار بريد وکړ چې په ترڅ کې یې سلګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ مالي زيانونه هم واوښتل چې بيا وروسته ولسمشر محمد اشرف غني دغه ولايت ته سفر وکړ او يو پلاوى یې وټاکه څو له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.

د ولسمشر سلاکار او غزني ته د استول شوي پلاوي مشر اسدالله فلاح د وږي په ١٢مه خبريالانو ته وويل چې تر اوسه دوى د ٩٧ وژل شوو او ١٢٦ ټپيانو له کورنيو سره مرستې کړې دي.

هغه وايي چې د وژل شوي کس کورنۍ ته سل زره، د ټپي کس کورنۍ ته پنځوس زره او کوم کسان چې برسېرن ټپيان شوي وو، له هغوى سره د ٢٠-٢٠ زره افغانيو مرسته شوې ده.

ده زياته کړه: ((تر اوسه مو څه باندې ١٤ ميليونه افغانۍ مرسته کړې او دغه لړۍ روانه ده.))

فلاح دا هم وويل چې په دغه ولايت کې تر اوسه ٢٥٠٠ ټنه غنم پر خلکو وېشل شوي او پام کې ده چې پنځه زره ټنه نور هم ووېشل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د يادې جګړې له امله لس سوداګريز مارکېټونه، ٢٧٣ هټۍ او له ٦٠ ډېرې کراچې سوځېدلې چې له امله یې هټۍ والو او سوداګرو ته څلورنيم سوه ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دى.

نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت په اړه يې نورې ستونزې هم يادښت کړې او د حل په موخه به يې له ولسمشر سره شريکې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې په دغه ولايت کې د وروستۍ جګړې د مرګ ژوبلې معلومولو په موخه کمېټه ټاکل شوې ده.

هغه وايي: ((دغه کمېټه ټول هغه کسان معلوموي چې په دې جګړه کې ځپل شوي او تر اوسه چې کومې مرستې شوې، ټولې مستحقو کسانو ته رسېدلې دي، هېڅ ډول فساد په کې نه دى شوى.))

خو بل لور ته د غزني اوسېدونکي بيا شکايت کوي چې مرستې مستحقو کسانو ته نه دي رسېدلې.

د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې دغه مرستې ډېرى هغو کسانو ته ورکول شوې چې نه يې په کور کې څوک وژل شوي وو او نه هم څوک ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.