د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د کارکوونکو يو ميليون ډالر پوروړى دى

د افغانستان تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ د کارکوونکو يو ميليون ډالر پوروړى دى

Sep 03, 2018 - 17:11

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): يو شمېر کسان وايي، د افغانستان تخنيکي او مسلکي انسټيټيوټ (ATVI) يې له شاوخوا دوو کلونو تنخواګانې نه دي ورکړې او هېڅوک يې په دې اړه غږ نه اوري.

د عامه او خصوصي مشارکت دغه انسټيټيوټ په کابل، لغمان او هلمند ولايتونو کې څانګې لري.

١٣ کسان چې ځانونه د دغه انسټيټيوټ پخواني استادان او کارکوونکي معرفي کوي، نن په کابل کې د يوې اعتراضي ناستې پر مهال وويل چې ياد انسټيټيوټ له اتو مياشتو تر دوو کلونو د دوى په ګډون د شاوخوا سلو ښوونکو او کارکوونکو تنخواګانې نه دي ورکړې.

خالد شينواري وايي چې ده د ياد انسټيټيوټ د لغمان په څانګه کې کار کاوه خو ځکه يې دنده پرېښوده چې تنخوا يې نه ورکوله.

هغه چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، ادعا وکړه چې د دغه انسټيټيوټ بنسټ اېښودونکى سردارمحمد روشن د دغه انسټيټيوټ پيسې په خپلو شخصي چارو لګولې او د ښوونکو او کارکوونکو تنخواګانې نه ورکوي.

د غونډې بل ګډونوال علي محمد معصومي وايي چې ده هم د انسټيټيوټ د کابل په څانګه کې د استاد په توګه کار کړى، خو ځکه د دندې پرېښودو ته اړ شو چې تنخوا يې نه ورکوله.

هغه وايي چې دوى د تنخواګانو د نه ورکولو له امله پوهنې وزارت، د ولسي جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون او لويې څارنوالۍ ته یې شکايت کړى، خو دغو ارګانونو تر اوسه هېڅ هم نه دي کړي.

دی زياتوي: "موږ مجبور شوو چې د خپلو معاشونو د مشروع غوښتنې په موخه د مدني حرکتونو او رسنيو له لارې خپل شکايت د مسوولو ادارو او چارواکو تر غوږونو ورسوو، له ولسمشر څخه مو غوښتنه داده چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه له خپل ستر سلاکار (روشن) څخه پيل او د استادانو حقوق ورنه واخلي."

هغه وايي، دوی به تر هغو خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي چې له ياد انسټيټيوټ څخه خپلې پاتې تنخواګانې ترلاسه کړي.

خو سردارمحمد روشن چې د ولسمشر د سلاکار په توکه هم کار کوي، وايي چې د دغه انسټيټيوټ د نږدې ۳۰۰ ښوونکو او کارکوونکو له يوې تر ۴۴ مياشتو تنخواګانې نه دي ورکړل شوې.

دى وايي چې انسټيټيوټ د دغو تنخواګانو له مدرکه يو ميليون ډالر پوروړى دى.

دی وايي: "کومه بودجه چې زموږ په واک کې وه هغه مو خپلو کارکوونکو ته ورکړې، او دا چې پر انسټيټيوټ بهرنۍ مرستې بندې شوې نو د يادو ۳۰۰ کسانو تنخواګان پاتي دي، خو د انسټيټيوټ کارکوونکو ژمنه کړې چې خپلو دندو ته به دوام ورکوي او د انسټيټيوټ چارواکي هم په دې هڅه کې دي چې د هغوی حقوق ورکړي."

خو روشن وايي، نن په کابل کې د ١٣ کسانو له خوا جوړه شوې ناسته د ميرويس شېرزاد په نوم يو تن له خوا جوړه شوې او هغه دغه کار ځکه کړى چې له انسټيټيوټ څخه شړل شوى دى.

هغه وويل: "د ده (ميرويس شېرزارد) تنخوا پر انسټيټيوټ نه ده پاتې، بلکې هغه د انسټيټيوټ پوروړى دی، ده او د تره زوی يې تر ۲۰۰ زره افغانيو ډېر سامان الات او کمپيوټر له ځان سره وړي دي."

دی وايي، کومو کسانو چې نن په کابل کې اعتراضي ناسته درلوده، د انسټيټيوټ اړوند کسان نه دي او دغه کسان د ميرويس شېرزاد له خوا د انتقام اخيستو په موخه د پيسو په بدل کې راوستل شوي دي.

خو ميرويس شېرزاد وايي چې دى او په نننۍ ناسته کې ورسره ١٢ تنه د انسټيټيوټ کارکوونکي او استادان وو، خو ځکه يې دندې پرېيښې چې تنخوا يې نه ورکوله.

هغه وايي چې د دغو ټولو کسانو د دندو اسناد هم ورسره دي.

هغه وويل چې د انسټيټيوټ يواځې يو کمپيوټر له ده سره دى او نور که روشن پر ده کومه ادعا لري نو عدلي او قضايي ارګانونو ته دې مراجعه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement