ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټېليفوني خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټېليفوني خبرې وکړې

author avatar
3 Sep 2018 - 20:17
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره ټېليفوني خبرې وکړې
author avatar
3 Sep 2018 - 20:17

کابل (پژواک، ١٢ وږی ٩٧): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ننګرهار کې د دې هېواد د قونسلګرۍ د ستونزې په ژر هوارېدو خبرې کړې دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا پژواک ته رارسېدلې، راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ټلېفوني خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې رباني، قريشي ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د دندې د مبارکۍ تر څنګ، نوموړي ته د بریالیتوب غوښتنه وکړه او په ننګرهار کې یې د ګاونډي او دوست هېواد د قونسلګری د موضوع پر ژر حل کېدو ټینګار وکړ.

پاکستان دوه ورځې مخکې (د وږي پر ۱۰ مه) د ننګرهار والي تورن کړ چې د دوی د قونسلګری په چارو کې مداخله کوي او قونسلګری یې د احتجاج په ډول وتړله. د پاکستان سفارت ويلي، تر هغې چې د خپلې قونسلګرۍ د امنیت په اړه د افغانستان له حکومت څخه ډاډ ترلاسه نه کړي، په جلال اباد کې به د قونسلګرۍ دفتر تړلی وي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاني د پاکستان د سفارت د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې دوی هېڅکله د پاکستان حکومت د قونسلګرۍ په چارو کې مداخله نه ده کړې، خو د ويزې اخیستو پر مهال د نظم او فساد د مخنیوي لپاره پر خپله پالیسۍ ټينګار کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، قریشي هم په دې په ټينګار سره چې د دوی امنیت د افغانستان په امنیت پورې تړلی او د افغانستان امنیت په دوی پورې، په سیمه ییزو مرستو ټينګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې رباني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته پر دوه اړخیزو مرستو د خبرو لپاره افغانسان ته د راتلو بلنه ورکړې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو په دوه اړخیزه مرستو، د دواړو هېوادونو د شته ستونزو په حل خبرې وکړې او دغه راز ټاکل شوې دواړه وزیران د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې سره وګوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.