ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې کاروان له کندوزه بېرته بغلان ته راستون شو

د سولې کاروان له کندوزه بېرته بغلان ته راستون شو

author avatar
3 Sep 2018 - 17:47
د سولې کاروان له کندوزه بېرته بغلان ته راستون شو
author avatar
3 Sep 2018 - 17:47

پلخمري(پژواک،١٢وږى٩٧): د سولې کاروان مزار شريف ښار ته د تلو په موخه له کندوزه بېرته بغلان ولايت ته راستون شو.

د سولې کاروان شاوخوا ٢٥ ورځې وړاندې له کابل څخه مزارشريف ښار ته لوڅې پښې تګ پيل کړ، خو بغلان کې تر تم کېدو وروسته کندوز ته لاړ او نن بېرته له کندوز څخه بغلان ته را ګرځېدلى دى.

د سولې کاروان مشر اقبال خیبر بغلان کې د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې اوس مهال له سولې پرته بله لار نشته او هره ورځ د افغان وژلو پروژه ګړندۍ کېږي.

هغه وايي: (( د سولې غوښتو چانس بايد لاسه ور نه کړو،  اوس هم وخت لرو باید ټول په یو اواز جګړې ته بس ووایو.))

دغه راز په دې غونډه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ قومي مشر ارباب فراموز وویل: (( د کاروان هرپل د قدر وړ دی او دغه درنښت به هله پرځاى شي  چې ټول یې ملګرتیا وکړو که له پلي تګ یې عاجز یو فکري پیوستون یې حتمي او موږ ورسره یو.))

ارباب زیاته کړه چې له دې وروسته که د سولې کاروان هرچېرته غوښتل غونډې ولري بغلانیان به په کې نه یواځې ګډون کوي، بلکې د همدې سپېڅلي کاروان فکري ملګري به پاتې کیږي.

همدارنګه يوبل ويناوال استاد ناصر وقاص هم ټينګار وکړ چې ټول بايد له دغه  کاروان سره  ملګرتیا ته دوام ورکړي.

ده وویل:  (( هر هغه ډله چې د غږ پورته کولو اراده یې افغانستان جوړونه او د جنګ ځپلي ملت هوساینه وي ملګرتیا کې یې ثواب دی او د هر هغې ډلې چې کړنې یې د هېواد د بربادۍ سبب ګرځي ملګرتیا یې عذاب دى.))

له هلمند ولايت څخه را خوځېدلى د سولې کاروان په ٣٨ ورځو کې د ۷۰۰ کيلو متره پلي تګ او د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸ مه  کابل ته ورسېد.

د دغه کاروان غړو په کابل کې د يو شمېر سفارتونو مخې ته د سولې د راتګ په موخه د پرلت خېمې ووهلې او له هغه وروسته يې د بلخ ولايت پر لور حرکت پيل کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.