ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور ولایتي شورا: د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته د جدي پاملرنه وشي

د غور ولایتي شورا: د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته د جدي پاملرنه وشي

author avatar
3 Sep 2018 - 14:55
د غور ولایتي شورا: د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته د جدي پاملرنه وشي
author avatar
3 Sep 2018 - 14:55

فېروزکوه (پژواک، ١٢ وږی ٩٧): د غور ولایتي شورا یو شمېر غړو د دغه ولایت په ځينو برخو کې د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ويل، که حکومت دې وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي د ساغر ولسوالي به د طالبانو لاس ته ورشي.

د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان پژواک ته وویل، تېره شپه سلګونو طالبانو پر ساغر ولسوالۍ ډله ییز برید کړی او له څو ساعته جګړې وروسته یې یوه امنیتي پوسته نیولې ده.

د هغه په خبره، په دغه برید کې یو پولیس وژل شوی، څلور ټپیان او درې نور نادرکه دي.

عطشان د اندېښنې په څرګندولو وویل، که سیمه ییز مسوولین دغه وضعیت ته جدي پاملرنه ونه کړي د ساغر ولسوالي به د طالبانو لاس ته ورشي.

په ورته وخت کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د یوه سرتېري وژنې او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر تاییدوي خو وايي چې طالبانو هېڅ پوسته نه ده نیولې، بلکي یادې پوستې د جغرافيايي موقعیت له امله ځای بدل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان د دې ولسوالۍ د نیول کېدو توان نه لري او دې ولسوالۍ ته به نور اضافي سرتېري ولېږل شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او د مرګ ژوبلې په اړه یې جزئیات په لاس کې نشته.

راپورونه وايي چې وسله وال طالبان له څو ورځو راهیسې د دغه ولایت د څو لوېديځو ولسوالیو د سقوط لپاره په غور کې راغونډ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.