ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند درې ښوونځي پر ماينونو الوځول شوي

د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند درې ښوونځي پر ماينونو الوځول شوي

author avatar
3 Sep 2018 - 15:37
د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند درې ښوونځي پر ماينونو الوځول شوي
author avatar
3 Sep 2018 - 15:37

ښرنه (پژواک، ١٢ وږى ٩٧): ناپېژاندو وسله والو د پکتيکا په مرکز ښرنه کې درې ښوونځي پر ماينونو الوځولي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.

په دې ښوونځيو کې د حضرت بلال، سيد جلال بخاري او د خواجه خېلو ښوونځي شامل دي.

د حضرت بلال لېسې مدير عبدالحميد د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دوه ورځې وړاندې وسله والو طالبانو دوى ته ويلي وو چې نور به ښوونځي ته نه ورځي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو په دغه ولايت کې د طالبانو د پوهنې مدير له يو بل ملګري سره يو ځاى نيولی دى.

عبدالحميد زياتوي: ((طالبانو موږ ته ويلي، تر هغه چې زموږ مدير خوشی نه شي، تاسو  به مکتب ته نه ځئ.))

ده وويل چې تېره شپه دغه ښوونځي ته بمونه ايښودل شوي چې د چاودنې له امله يې د ښوونځي تعمير، کړکۍ او نورې برخې زيانمن شوي دي.

د همدې لېسې يوه ساتونکي جمعه ګل پژواک ته وويل: ((د شپې ١٢ بجې وې چې وسله وال راغلل له موږ یې موبايلونه واخيستل او وې ویل چې تاسو ارام و توسئ موږ پېره کوو.))

ده زياته کړه چې سهار د لمر ختو پر مهال ښوونځي کې دننه د ماين چاودنه وشوه چې ځينې برخې يې ويجاړې کړې.

دغه راز د سيد جلال بخاري لېسې امر غازي مرجان پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو دغه لېسه هم پر بمونو الوځولې ده چې يوه برخه يې ويجاړه شوې ده.

همدارنګه د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق هم وويل چې تېره شپه درې لېسې په نښه شوې دي.

هغه وايي چې د حضرت بلال او سيد جلال بخاري لېسې پر بمونو الوځول شوې او د خواجه خېلو لېسه په راکټ ويشتل شوې ده.

ده زياته کړه: ((که دغه کار طالبانو نه وي کړى، نو موږ ته دې هغه کسان په ګوته کړي چې هغوى کړى وي؛ ځکه څو ورځې وړاندې طالبانو زموږ استادانو ته ښوونځي ته د نه تګ په اړه ويلي وو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.