د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د ښوراوک ٩٣ کيلومتره سړک درېدلی کار بېرته پیلېږي

د کندهار د ښوراوک ٩٣ کيلومتره سړک درېدلی کار بېرته پیلېږي

Sep 03, 2018 - 16:53

کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): د کندهار د سپین بولدک- ښوراوک سړک درېدلی کار به تر راتلونکو څو ورځو بېرته پيل شي.

د دغه ۹۳ کیلومتره سړک جوړولو کار درې میاشتې مخکې هغه مهال ودرېد چې وسله والو طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د دغه سړک جوړولو د یوه شرکت ۴۳ کارګر وتښتول.

وسله والو دغه کارګر د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته بوتلل او شاوخوا دوې میاشتې ورسره بندیان وو چې وروسته یې په دوو پړاوونو کې (لومړی وار ۱۲ تنه او بیا ۳۱ تنه) خوشي کړل.

چارواکي وايي، د دغو کسانو له خوشي کېدو وروسته د همدغه سړک جوړولو درېدلې چارې بیا پیلوي.

د کندهار د ټولګټو چارو رییس انجنیر عبدالمحمد احسان پژواک اژانس ته وویل، د سپين بولدک- ښوراوک سړک د جوړولو درېدلی کار به تر راتلونکو څو ورځو بېرته پيل شي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک چې ۹۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په څلورو برخو کې څلورو جلا جلا شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی او هر شرکت د دغه سړک د ۲۴ کیلومتره برخې جوړولو مسوولیت لري.

د دغو شرکتونو له ډلې یو هم افغان صداقت د سړک جوړولو شرکت دی چې کارګر یې تښتول شوي وو او د هغوی تر راخوشې کېدو وروسته اوس د خپلو مشینریو په فعاله کېدو او د کارګرو په ګومارلو بوخت دی.

احسان وايي، د دغه سړک پر جوړولو ۷۵ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، هڅه کوي د دغه سړک جوړولو چارې په لوړ کیفیت تر سره شي او بیا یې کار د ورته ستونزو له امله له خنډ سره مخ نه شي.

په خپله د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت مسوول غوث الدین وايي چې د کارګرو له خوشې کېدو وروسته اوس چمتووالی نیسي چې درېدلی کار بیرته پیل کړي.

هغه زیاته کړه، دا ځل به د امنیتي مسوولینو په همکارۍ د کارګرو او مشینرۍ امنیت ساتلو ته پوره پام کوي.

د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ هم وايي چې تر راتلونکو څو ورځو به دغې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د جوړولو کار بیا پيل شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، اړوند شرکت په تېر کې د خپلو کارګرو امنیت ته هومره پام نه و کړی خو دغه ځل باید له قرارداد سره سم د امنیتي ساتنې پرسونل په کار وګوماری.

دی زیاتوي، څو ځلې د دغه سړک د جوړېدو پیسې د نامساعدو شرایطو له امله پر نورو پروژو لګول شوي، خو له اوږده انتظار وروسته فرصت برابر شوی چې دغه سړک په پاخه او اساسي توګه جوړ شي.

د ده په خبره، د دغه سړک له جوړېدو سره یوازې د ښوراوک نه، بلکې د رېګستان او سپین بولدک د اوسېدونکو ستونزې هم حل شي.

دی وايي، د سړک د خرابوالي له امله په ښوراوک او رېګستان ولسوالیو کې ملکي حکومتداري، پوهنه او روغتیايي خدمات صفر وو او خلک اړوو د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته تګ راتګ وکړي.

هغه زياته کړه، په دې توګه به یادې دواړه ولسوالۍ د کندهار له مرکز سره ونښلول شي او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د ښوراوک او رېګستان ولسوالیو اوسېدونکي وايي، لاره یې هومره خرابه ده چې تګ راتګ یې ورځې په بر کې نیسي او ډېر مهال یې وسایط په رېګو کې بند پاتې وي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي دا هم وايي چې په ولسوالیو کې یې روغتیايي خدمات نشته او هیڅکله یې خپل ناروغان ژوندي تر ډاکټره نه دي رسولي.

دوی غوښتنه کوي چې د دغه سړک چارې دې په معیاري توګه پر ټاکلي وخت تر سره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement