د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګردېز ښار هټیو کې د نشه یي توکو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

د ګردېز ښار هټیو کې د نشه یي توکو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

Sep 03, 2018 - 14:50

ګردېز (پژواک، ١٢ وږى ٩٧): د پکتيا د ولايتي شورا غړي او د ګردېز اوسېدونکي وايي چې د ښار د منځ له ځينو هټيو او هوټلونو څخه په اسانۍ نشه يي توکي ترلاسه کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز اوسېدونکی عادل د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه يي توکو ځيني کاروباريان چرس، پوډر، شيشه او ورته نشه يي توکي ښار ته راوړي او بيا يې د شته کاروباري اړيکو له لارې پر هټۍ والو او هغه يې بيا پر روږدو پلوري.

نوموړي وويل: ((کله چې ځوان ته د کار زمينه برابره نه شي او د ځوان د فکر لپاره کار ونه شي، طبيعي ده چې بيا نشو ته مخه کوي او چې نشو ته مخه کړي، نو بيا ځينې داسې کړۍ شته چې هغوی ته نشه يي توکي رسوي او له دې لارې خپلې ګټې خوندي ساتي.))

جمعه رات معصوم د ګردېز ښار بل اوسېدونکی دی چې وايي په ښار کې د نشه يي توکو د پلور شاهد دی.

معصوم وويل چې روږدي کسان د ښار په ځينو مشخصو هټيو کې هر وخت نشه يي توکي ترلاسه کولی شي.

نوموړی له مسوولو ادارو غواړي چې د دې چارې مخه ونيسي او زياتوي: ((دا خو سمه خبره ده چې په بازار کې نشه يي توکي پلورل کېږي، دا زموږ ځوانان له تباهۍ سره مخ کوي، که چېرته د دې مخه ونه نيول شي، نو زموږ ټولنې او هېواد ته ډېر تاوانونه اړوي.))

دغه راز د پکتيا ولايتي شورا پخوانی مشر الامير بهرامزی هم دا خبره کوي او وايي چې څو ځلې يې په دې اړه اړوندو ادارو ته خبر ورکړی، خو د مخنيوي اقدام یې نه دی شوی.

بهرامزي تور پورې کړ چې د نشه يي توکو پلورونکو ته د اړوندو اجرائيه ادارو له خوا د پيسو او رشوت په بدل کې د فعاليت اجازه ورکول کېږي.

نوموړی وايي: ((په ښکاره ډول د ښار په ځينو دوکانونو او هوټلونو کې نشه يي توکي خرڅېږي، کشفي او هغه ارګانونه چې د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه کوي، هغه د دې توکو د خرڅلاو په مخنيوي کې پاتې راغلي يا د رشوت يا د پيسو په واسطه هغو ته اجازه ورکوي چې دا توکي وپلوري.))

همدارنګه د ولايتي شورا بل غړى محمدرحمن قادري وايي، په ښار کې د نشه يي توکو د پلور غير قانوني کار په لويه کچه ترسره کېږي.

قادري د دې چارې د دوام لامل په دې برخه کې فساد يادوي چې په خبره يې په دې اړوند نيول کېدونکي کسان بېرته خوشي کېږي.

دی وايي: ((په ګردېز ښار کې د مواد مخدر خرڅول او اخيستل په ازاد ډول کېږي؛ ځکه هغه دوکانونه او هغه څوک چې اپين، پوډر، پېچکاري خرڅوي، دوکان يې معلوم دی، ځای يې معلوم دی، چرس خو په هر دوکان کې پيدا کېږي، خو امنيتي، خصوصاً کشفي ارګانونه په دې کې هېڅ نوع اجراات نه کوي. که څوک ونيسي هم، دوه، درې ورځې بندي کېږي او بېرته د معاملې په ترڅ کې خلاصېږي.))

بل لور ته د پکتيا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله احمدزی هم په ښار کې د نشه يي توکو د پلور خبره مني، خو وايي دوی يې له نورو ادارو سره يو ځای یې د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((خورده فروشان دي، هغه يې راوړي او خرڅوي يې، مثلاً پوړۍ، پوړۍ يې خرڅوي، خو ډېری يې نيول شوي، يو څه تعداد به ښايي پاتې وي، موږ ته معلومات شته.))

دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزی هم مني چې د ګردېز ښار په ځينو هټيو او هوټلونو کې نشه يي توکي پلورل کېږي، خو وايي د مخنيوي هڅه يې کوي.

مندوزی د دې برخې د مجرمينو په اړه د قضائيه ارګانونو له نه همکاري او نه تعقيب څخه ناراضه دی او وايي چې ځيني نيول شوي کسان بېرته خوشي شوي دي.

نوموړي وويل: ((تقريباً په يوه مياشت کې موږ ديارلس نفره نيولي چې هغه د نشه يي توکو واړه پرچون خرڅوونکي دي او څارنوالۍ ته مو معرفي کړي. هغه څه چې په موږ پورې ارتباط لري، موږ خپل اجراات کړي او هغه چې زموږ له لاسه خارجيږي او عدلي او قضايي ارګانونه دي، هغوی پورې اړه چې څه رقم اجراات کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيا اوسېدونکي په وروستيو کې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو پر زياتېدو اندېښمن دي.

که څه هم په پکتيا کې د کوکنارو کر صفر دی او د دې په بدل کې هر کال د پکتيا بزګرانو ته د ښو کړنو د تقدير برنامې له خوا يو ميليون ډالرو ورکول کېدل، خو له تېرو درېیو کلونو راهيسې بزګرانو ته يادې پيسې هم نه دي ورکړل شوې او دې چارې مسوولين د دغه بوټي د بيا کر په اړه اندېښمن کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement