د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ځنډېدلې

په کندهار کې د نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون پرانیسته ځنډېدلې

Sep 03, 2018 - 16:59

کندهار (پژواک، ١٢ وږی ۹۷): په کندهار ښار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې بشپړې شوې دي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی، خو دا چې د دغه روغتون د تشکیل او تجهیزاتو لپاره اقدام نه دی شوی، نو یې پرانیستنه او فعالول ځنډېدلي دي.

خو اوس تازه د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی کندهار ته راغلی څو له چارواکو سره د دغه روغتون پر تشکیل، اړتیاوو او تجهیزاتو خبرې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتونونو د رییس ډاکټر شاولي مشید په مشرۍ دغه پلاوي نن د کندهار له مرستیال والي عبدالحنان منیب او نورو مسوولینو سره ولیدل.

مشید وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په کندهار ښار کې د نوي جوړ شوي ۳۵۰ بستریز روغتون تجهیزات او تشکیل پوره کړي چې هر څه ژر د خلکو پر مخ پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه، اړوند وزارت د دغه روغتون د لومړنیو تجهیزاتو او اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۱۲ میلیونه افغانۍ کندهار ته رالېږدولي او ۴ میلیونه نورې به هم منظور او راولېږدوي.

مرستیال والي عبدلحنان منیب له پلاوي وغوښتل چې د مالي کال تر پایه په دغو پیسو د دغه روغتون لپاره اړین تجهیزات وپېري او د تشکیل غم یې هم وخوري.

ده وویل، په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړولو چارې په معیاری توګه ترسره شوي چې په پرانیستل کېدو به يې د سوېلي زون د ټولو اوسېدونکو لپاره روغتيايي اسانتياوې ډېرې شي.

د دغه روغتون د جوړولو چارې څلور کاله مخکې پیل شوې وي چې اوس بشپړې شوي دي.

دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې پر ١٧٣ جريبه ځمکه جوړ شوی چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.

د روغتون پر جوړېدو ۵۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول ورکړل شوي دي.

دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي چې د کندهار تر څنګ به پکې د هلمند، روزګان، زابل او نژدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.

د عامې روغتیا ریاست چاروواکي وايي، اوسمهال ميرويس حوزوي روغتون د حوزې په کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دا چې د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ټرافيکي پېښو ټپيان زيات دي نو دغه روغتون پر يو وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسېدګي نه شي کولاى.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړېدل د سوېلي زون د ټولو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدماتو په برخه کې لويه لاسته راوړنه ګڼي.

هغه وايي، د دغه روغتون له پرانیستل کېدو سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به هم ښه والى راشي.

بلخوا د کندهار اوسېدونکي د دغه روغتون د ژر پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، ډېره موده کېږي چې د دغه روغتون د جوړولو چارې پای ته رسېدلي خو د تشکیل او تجهیزاتو د نشتوالي له امله یې د پرانیستل کېدو چارې ځنډېدلې دي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي فضل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه روغتون جوړولو څلور کاله په بر کې ونیول، حکومت ته په کار ده د دغه روغتون لپاره د تشکیل او تجهیزاتو غم وخوري چې هر څه ژر پرانیستل شي.

هغه زیاته کړه، چارواکي دې دغلته د ناروغيو د تشخيص او درملنې د کيفيت پر لوړولو هم کار وکړي څو خلک نور مجبور نه شي د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

دی وايي، د تېرو کلونو په پرتله په کندهار کې د د دولتي روغتيايي مرکزونو تر څنګ ګڼ شخصي روغتونونه هم جوړ شوي خو لا هم خلک د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

ده یادونه وکړه چې دولت دې په ولسواليو کې هم د روغتيايي خدماتو د ډېرولو او معياري کولو لپاره هڅې وکړي.

د ده په خبره، په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه ډېر کم دي او د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي د سړکونو د خرابوالي له امله خپل ناروغان پر وخت روغتيايي مرکزونو ته نه شي رسولاى.

د یادونې ده، په کندهار کې روغتیايي خدمات هومره نه دي چې د ټولو خلکو اړتیاوې پوره کړای شي، ځکه لا هم د کندهار ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۹۴ داسې ساحې شته چې روغتیايي اسانتیاوې په کې نشته.

په دغه ولایت کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې کابو ۲۰ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د ټول ولايت په کچه ٤٩٦ ډاکټران، نرسان، قابلې او نور روغتيا پالان کار کوي او بل دا چې د ولايت په کچه ډېرې کمې ښځينه ډاکټرانې شته چې په هيڅ توګه د ټول ولايت اوسېدونکي تر روغتيايي پوښښ لاندې نه شي راوستلاى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement