ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي

امریکا له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي

author avatar
4 Sep 2018 - 19:55
امریکا له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي
author avatar
4 Sep 2018 - 19:55

کابل(پژواک،۱۳وږی۹۷): د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پرمختیايي اداره له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ پرخه کې د دوه مهمو پروژو له لارې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي.

د دغه مرستو هوکړه لیک نن د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي پروژې د رییس هیربی سمیت (Herbie Smith) په کابل کې لاسلیک کړ.

نصیر احمد دراني په دې مراسمو کې وویل، په یادو دوو پروژو کې«د تسلسلی مالدارۍ ارزښت» او«د تسلسلي قېمتي نباتاتو د حاصلاتو ارزښت» پروژې ګډون لري چې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي پروژې په مالي مرسته به په هېواد کې عملي شي.

دارني وویل: ((دغه پرواګرامونه به په مخکښو او سیالو شرکتونو تمرکز ولري، افغانانو ته به د کاري پراختیا په برخه کې د خدماتو او مشورو په برابرولو په افغانستان کې په هغه برخو کې چې نېږدې د ۸۰ سلنه خلکو ملاتړ کوي زمینه برابره کړي.))

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې د تسلسلي قېمتي نباتي حاصلاتو د پروژې په پلي کېدو سره به د دغه حاصلاتو کچه ۳۰ سلنه او د ۳۰ زره کورنیو عایدات به ۲۰ سلنه لوړ شي.

دغه راز نوموړی وویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به ۱۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شي،د کرنیزو محصولاتو د پلور کچه به ۷۵ میلیون ډالره لوړه شي او مرستندویه شرکتونو ته به ۲۰ مېلیون ډالر قرض ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په تطبیق سره به د ۵۵ زره بزګرانو د حاصلاتو تولیدي وضعیت، غذايي مصونیت، د حیواناتو ژوند او روغیتایي وضعیت ښه شي.  

وزیر د مالدارۍ د تسلسلي پروژې د ارزښت په اړه وویل: (( اټکل کېږي چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د مالدارۍ تولیدات ۳۰ سلنه، او د ۲۵ زره مالداره کورنیو عایدات به ۱۵ سلنه لوړ شي او ۴ زره نوي کاري فرصتونه چې ۱۲۵۰یې د مېرمنو لپاره په نظر کې نیول شوي به رامنځته شي.))

د دراني په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د دغه پروژې د مرستندویه شرکتونو د پلور اندازه ۶۵ مېلیون ډالره لوړه شي او د مالدارۍ په برخه کې به د شخصي سکتور له لوري ۳۰ مېلیون ډالر پانګونې ته زمینه برابره شي.

نوموړي روښانه کړه چې د پروګرام مرسته کوونکو شرکتونو ته د ۱۸ مېلیون ډالرو قرضې ورکول د یادې پروژې بله ګټه ده.

د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیايي ادارې رییس هیربی سمیت (Herbie Smith . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.