ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښاروالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د غزني ښاروالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

author avatar
4 Sep 2018 - 16:41
د غزني ښاروالۍ لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
author avatar
4 Sep 2018 - 16:41

غزني ښار(پژواک،١٣وږى٩٧): د شاوخوا ١٣ ميليونه افغانيو په لګښت د غزني ښاروالۍ ته نوى ودانۍ جوړېږي.

د غزني والي وحيدالله کليمزي د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوې غونډې ته وويل چې دغه ودانۍ د يو کال په موده کې جوړېږي.

ده زياته کړه: (( زه له قراردادي شرکت څخه غواړم چې له قرارداد سره سم او په شفاف ډول کار وکړي.))

دغه راز په دې غونډه کې د غزني ښاروال مختار احمد ملکيار وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې اداري چارې په اسانه او ښه توګه ترسره شي.

هغه زياته کړه: (( مخکې هم موږ د ښاروالۍ لپاره ودانۍ درلوده خو اداري خونې يې کمې وې، دا نوى ودانۍ چې جوړه شي نو دغه مشکل به حل شي هم به مامورينو ته سهولت شي او هم به د خلکو کارونه زر خلاص شي.))

د ښاروال د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ د ١٣ ميليونه افغانۍ په لګښت سره جوړېږي.

بل لورته د غزني ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې يوه کارکوونکي مطيع الله پژواک ته وويل چې لومړۍ او دويمه ناحيې په يو دفتر کې خپلې چارې پرمخ وړي.

هغه وايي: (( ځاى ډېر تنګ دى، نه هغوى سم کار کولى شي نه موږ، ټول په مشکل کې يو زموږ مشکل هم بايد حل شي.))

د يادونې ده چې په غزني کې يو شمېر نورې دولتي ادارې هم خپلې ودانۍ نه لري چې له امله يې په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.