فېروزکوه(پژواک، ١٣ وږی ٩٧): سیمه ییز چارواکي وايي چې د غور د ساغر ولسوالۍ د سقوط ګواښ له منځه تللی او طالبان د ۱۲ ملګرو له وژل کېدو او ۷ نورو تر ټپي کېدو وروسته تښتېدلي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت پر ساغر ولسوالۍ د طالبانو په برید کې دې ډلې ته درانه تلفات اوښتي او دوی د جګړې له ډګرڅخه تېښتې ته اړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې ولسوالۍ له لاسه وتلې سیمې بېرته د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې او وضعیت نورمال دی.
هغه زیاته کړه، لومړني معلومات ښيي چې په دغه جګړه کې ۷ طالبان وژل شوي دي.
خطیبي زیاته کړه: (( دښمن نور له امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري او په جګړو کې به ماتې خوري.))
نبي هغه سرباز دی چې په دې جګړه کې ټپي شوی او اوس د غور په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي: ((دښمن تېره شپه ماتې خوړلې او غرونو ته تښتېدلي دي.))
د هغه په خبره، په دې جګړه کې ۱۲ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، خو له امنیتي ځواکونو درې کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار یوې نظامي چورلکې ۷ ټپي شوي سرتېري له ساغر ولسوالۍ څخه د غور ولایتي روغتون ته انتقال کړي او ډاکتران یې روغتیایي وضعیت نورمال ګڼي.
د غور د ولایتي روغتون امر ډاکتر میراجان وویل، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او ډېر ژر به جوړ شي.
خو یو شمېر نورې سرچینې بیا وايي چې طالبان د غور په لوېدیځو سیمو کې راټول شوي و او د دغه ولایت د لوېدیځو ولسوالیو د نیولو پلان یې درلود، تېره شپه د امنيتي ځواکونو او په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي ډاکتر ابراهیم ملکزاده د ولسي پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول او ماتې یې وخوړله.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن