ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشران: پاکستان جلال اباد کې خپله کونسلګري د فساد پـټولو لپاره بنده کړې

قومي مشران: پاکستان جلال اباد کې خپله کونسلګري د فساد پـټولو لپاره بنده کړې

author avatar
4 Sep 2018 - 16:44
قومي مشران: پاکستان جلال اباد کې خپله کونسلګري د فساد پـټولو لپاره بنده کړې
author avatar
4 Sep 2018 - 16:44

جلال اباد (پژواک،  ۱۳ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت ديني عالمان او قومي مشران وايي چې دغه ولايت کې د پاکستان قونسلګري د والي د لاسوهنې له امله نه، بلکې د فساد پټولو په موخه تړل شوې ده.

دوی وايي، کونسل هره ورځ له وېزو اخيستونکو څخه پيسې ټولولې او کله چې پرې والي دغه پيسې بندې کړې؛ نو هم يې کونسلګري وتړله او هم يې پر والي د دوی په داخلي چارو کې د لاسوهنې تور پورې کړ.

قومي مشرانو او ديني عالمانو د وږي په ۱۳مه د قبايلو چارو رياست کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې کونسلګري بېرته پرانيزي او د ستونزې د حل لپاره دې خبرې اترې وکړي.

ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، والي چې په کومه ورځ کونسلګرۍ ته تللی، دی هم ورسره و او هلته يې يوازې د خپلو خلکو د عزت خوندي ساتلو لپاره نظم رامنځته کړ.

هغه زياته کړه، هلته د خلکو د عزت ساتلو لپاره يې يو کور هم د خلکو د اوسېدو لپاره ځانګړی کړ او هغه جنايي کارمند يې هم په هماغه ورځ منفک کړ چې خلکو ترې د پيسو اخيستو په اړه شکايت وکړ.

نوموړی زياتوي:((د پاکستان ځينو رسنيو دا خبره خپره کړې چې ننګرهار کې زموږ کونسلګرۍ بې عزتي شوې او ديوالونه يې خراب شوي،دا خبره بېخي دروغ ده، دا د کونسل د تجارت مرکز و، اوس افواهات خپروي او د والي خلاف خبرې کوي.))

قومي مشر ملک جهانزيب مومند د پاکستان له چارواکو وغوښتل چې د کونسلګرۍ بندول د حل لار نه ده او مهمه دا ده چې بايد د خبرو او تفاهم له لارې ستونزه حل کړي.

دی وايي، د کونسلګرۍ له مسوولينو شکايتونه ډېر دي؛ نو د پاکستان حکومت بايد لومړی د خپلې قونسلګرۍ د مسوولينو څېړنه کړې وای او بيا يې وروسته داسې يو ګام چې اوس يې  زيان ټول ولس ته رسيږي پورته کړی وای.

د شينوارو قومي مشر ملک وارث خان شينواري وويل چې د کونسلګرۍ له تړل کېدو وړاندې هم زرګونه خلک د وېزې تر لاسه کولو لپاره ستونزوکې و، د ورځې له خوا په لمر سوځېدل او د شپې يې د سړک پر غاړو شوګيرې کولې.

د هغه په خبره، وېزو اخيستونکو په ځلونو ځلونو ولايتي ادارې او نوي والي ته شکايتونه وکړل، چې د وېزو اخيستو پرمهال له ستونزو سره مخ دي؛ نو ځکه خو والي له کونسلګرۍ بهر د نظم راوستو په خاطر په خپله اقدام وکړ.

وروسته له هغه چې نږدې يوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ مخې ته ورغی، هلته يې د خلکو د شکايتونو په غبرګون نظم راوست او د خلکو د سهولت لپاره يې يو کور ځانګړی کړ، پر سبا يې پاکستان دغه کونسلګري وتړله.

په کابل کې د پاکستان سفارت د تېرې جمعې په ورځ ناوخته يوه اعلاميه خپره کړه چې د ننګرهار والي يې دکونسلګرۍ په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کړى او کونسلګري يې تر نامعلوم وخت پورې وتړله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.