جلال اباد (پژواک ۱۳ وږی ۹۷): ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د ۳۶ ميليونه افغانيو په لګښت د بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې، چې د چارواکو په خبره سلګونه کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۱۳مه پژواک ته وويل، چې د ولایت مرکز جلال اباد ښار په شپږمې ناحیې سیمه کې د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د څه باندې ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ پرمختیايي شوراګانو د سړکونو او ویالو جوړولو پروژو چارې پیل شوې.
دی وايي، د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې لومړي، دویم او دریم ګذرونو کې د پرمختیايي شوراګانو د پروژو چارې چې د شاوخوا ۲۹۸۰ متره په اوږدوالي دویمه درجه سړکونو په اساسي ډول کانکريټول او د ۶۲۰۰ متره په اندازې خامې ویالې پخول او همداراز یو شمېر واړه کانکریټي پلچکونه جوړول پکې شامل دي، پیل شوې،چې د ۴ میاشتو په موده کې به بشپړې شي .
د نوموړي په وينا د یادو ۵ پروژو ټول لګښت شاوخوا ۲۵ میلیونه او درې سوه زره افغانۍ دی،چې د چارو په پیل سره د سیمې ۲۰۶ تنو ته کاري زمینه برابره او له یادو پروژو څخه به تر۱۰۶۰ کورنۍ په مستقیم توګه ګټه واخلي.
دغه راز د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د يوې شبکې د جوړېدو لومړنۍ چارې هم پيل شوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د ۵ میلیونه او پنځوس زره افغانیو په مالي لګښت د سولر په وسیله د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیلېږي،چې په جوړیدو سره به ۳۴۰ کورنیو ته د پاکو اوبو زمینه برابره شي .
د هغه د معلوماتو له مخې د دې شبکې د جوړیدو هوکړه لیک د کليو پراختيا رييس انجينر مجيب الرحمن ضياء لخوا د بر پچیر د سودله خېلو شورا سره لاسلیک کړ،چې له مخې به یې د دې پروژي په تطبیق کې لس سلنه ولسي ونډه هم شتون ولري.
د يو بل خبر له مخې د لغمان مرکز مهترلام کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د والي له لورې د دورا کنډۍ د سوپر پسیج پروژې چارې پیل شوې .
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې د لغمان والي محمد اصف ننګ، د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکو او دغه راز د سیمې د یو شمېر قومي مشرانو او مخورو په لاسونو د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکز مهترلام اړوند د دورا کنډۍ د سوپر پسیج پروژه د بنسټ ډبرې په ایښودو سره رسما پیل شوه.
د ځواک د معلوماتو له مخې د سوپر پسیج دغه پروژه چې ۵۴ متره اوږدوالې، ۳،۳ متره پراخوالي او نور ټول ضروري ملحقات لري د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ برنامې د د ۳ ميليونه او ۲۳۴ زره افغانیو په مالي ملاتړ، چې لس سلنه يې ولسي ونډه ده د څلورو میاشتو په موده کې جوړېږي. دی وايي،
د دغه پسيج په جوړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه د اوبخور تر سیستم لاندې راشي. دغه راز په دغه ولايت کې د څه دپاسه ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سراج تاریخي کلا د احاطې ديوال هم تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان د والي وياند وايي، دغه احاطه ۱۱۹۵ متره اوږدوالی او د ۳،۴۸ مترو په اندازه د فلزي کټارې سره لوړوالی لري، چې د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د سیمه اییزې همغږۍ برنامې د درې ميليونه او ۳۲۹ زره افغانیو په مالي لګښت یې د یو کال په موده کې چارې سرته رسېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن