ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په درې ولایتونو کې ۷۲ کیلومتره سړکونه جوړېږي

په درې ولایتونو کې ۷۲ کیلومتره سړکونه جوړېږي

author avatar
4 Sep 2018 - 16:53
په درې ولایتونو کې ۷۲ کیلومتره سړکونه جوړېږي
author avatar
4 Sep 2018 - 16:53

کابل(پژواک، ۱۳ وږی ۹۷): د فواید عامې وزارت په درې ولایتونو کې د شاوخوا ۱۸۰ ميلیون افغانیو په لګښت د ۷۲ کيلومتره سړکونو د جوړېدو، جغل اچولو او ساتنې خبر ورکوي او وايي چې له دې لارې به سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شي.

 د سړک جوړونې د دې پروژو د تطبیق هوکړه لیک نن په کابل کې د فوايد عامې د وزیر او سړک جوړونې د شرکتونو د استازو تر منځ لاسلیک شو.

د فوایدو عامې وزیر یما یاري په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، په دې پروژو کې د جوزجان او غزني ولایتونو د ۲۷ کیلو متره سړک جوړېدل او جغل اچونه او په بامیانو کې د ۴۵ کیلومتره سړک ساتنه شامله ده.

هغه زیاته کړه چې پر دې پروژو له ۱۷۸ ميلیون افغانیو ډېر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي او د عامه فوایدو وزارت د کلیوالي لارو جوړونې پروګرام له لارې پلې کېږي.

نوموړي وویل، د دغو پروژو چارې به په راتلونکو څو ورځو کې پيل شي او له ۱۲ تر ۱۴ میاشتو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاري دې ته په اشاره چې دوه پروژې په جوزجان کې پلې کېږي وویل، په لومړۍ پروژه کې د دغه ولایت له قرنین څخه تر بندر کلفت سیمې شاوخوا ۹ کیلومتره سړک جوړېدل او جغل اچونه او په دویمه پروژه کې له قرقین  څخه تر بندر کلفت پورې سړک شامل دی.

د هغه په خبره، د غزني ولایت شاوخوا ۱۰ کیلومتره نور سړک له چهار برجه څخه تر رشیدانو او ناور ولسوالیو هم جوړ او جغل پرې اچول کېږي.

هغه وويل چې د لومړۍ برخې ساتنه او څارنه، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ له اصلي سړک څخه د سیغان تر ولسوالۍ پورې په ۴۵ کیلومتره سړک جغل اچونه هم په دې هوکړه لیک کې شامله ده .

نوموړي زیاته کړه، د دې پروژو په پلي کېدو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د یادو ولسوالیو زرګونه اوسېدونکي به یې له ګټې برخمن شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.