ګردېز(پژواک،١٣وږى٩٧): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې چې مرګ ژوبله هم لري، خو طالبان بيا وايي چې دغه ولسوالۍ يې نيولې ده.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونه وسله والو تېره شپه د جاني خېلو ولسوالۍ پر درې پوستو بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
تبسم وايي چې په جګړه کې د ملي اردو او پوليسو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، په جګړه کې ٢١ وسله وال طالبان هم وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
نوموړى د ولسوالۍ د سقوط خبره په کلکه ردوي او وايي چې اوسمهال سيمه امن ده.
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ نيولې ده.
هغه وايي چې د دغې ولسوالۍ د نيولو پرمهال ٣٠ امنيتي سرتېري وژل شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د مجاهد په خبره، په دغه جګړه کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
ياده دې وي چې جاني خېل د پکتيا يوه سرحدي او ناامنه ولسوالۍ ده، چې تېر کال وسله والو طالبانو نيولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن