ښرنه(پژواک،١٣وږى٩٧): د پکتيکا کروندګر وايي چې د روميانو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زيات شوي، خو د بازار د نشتون له امله اړ دي چې اووه کيلو روميان په ١٢ افغانۍ وپلوري.
د دې کروندګرو له ډلې څخه حسين د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې په څو جريبه ځمکه کې روميان کرلي او ښه حاصلات يې هم ترلاسه کړي دي.
ده وويل چې د بازار د نشتون له امله دا مهال په پکتيکا اووه کيلو روميان په ١٢ افغانيو پلورل کېږي چې ډېرى د پاکستاني سوداګرو له لوري اخيستل کېږي.
هغه وايي: ((اوس يې پاکستاني سوداګر اخلي، يوڅه وخته وروسته يې بېرته راوړي په لوړه بيه يې پر موږ خرڅوي.))
دغه راز بل کروندګر عمرخان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې وويل چې حکومت بايد د کروندګرو لپاره سړې خونې جوړې کړي.
دى وايي: (( اوس موږ يو من روميان په ١٢ يا له هغه هم په ټيټه بيه ورکوو، دا خپل سر هم نه پوره کوي، ټول کروندګر په تاوان کې روان دي، خو که سړې خونې وي، نو بيا دا مشکل حل کېږي.))
ده وويل چې د روميانو ترڅنګ په باغونو کې انګور هم د خرابېدو په حال کې دي، خو تر اوسه بازار نه لري.
يادو ګروندګرو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې حاصلاتو ته يې په هېواد دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.
دغه راز د ښرنې ښار يو هټيوال دوست محمد پژواک ته وويل چې دوى يو من روميان په لس او يا هم په ١٢ افغانيو پيري.
ده زياته کړه: (( له موږ يې هم څوک نه اخلي، دوه ورځې يې په خواريو وساتو بيا رانه خراب شي، مالونو ته يې اچوو.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د کرنې رياست سرپرست صوبت خان خروټي پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې روميانو ښه حاصلات ورکړي دي.
هغه وايي: (( موږ کروندګرو ته له روميانو څخه د روب جوړولو ورکشاپونه جوړ کړي دي، دوى کولاى شي خپل حاصلات په ټيټه بيه خرڅ نه کړي، روب ترې جوړ کړي او په مناسبه بيه يې خرڅ کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن