د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امریکا له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي

امریکا له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي

Sep 04, 2018 - 19:55

کابل(پژواک،۱۳وږی۹۷): د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پرمختیايي اداره له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ پرخه کې د دوه مهمو پروژو له لارې ۱۱۰ مېلیون ډالر مرسته کوي.

د دغه مرستو هوکړه لیک نن د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي پروژې د رییس هیربی سمیت (Herbie Smith) په کابل کې لاسلیک کړ.

نصیر احمد دراني په دې مراسمو کې وویل، په یادو دوو پروژو کې«د تسلسلی مالدارۍ ارزښت» او«د تسلسلي قېمتي نباتاتو د حاصلاتو ارزښت» پروژې ګډون لري چې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي پروژې په مالي مرسته به په هېواد کې عملي شي.

دارني وویل: ((دغه پرواګرامونه به په مخکښو او سیالو شرکتونو تمرکز ولري، افغانانو ته به د کاري پراختیا په برخه کې د خدماتو او مشورو په برابرولو په افغانستان کې په هغه برخو کې چې نېږدې د ۸۰ سلنه خلکو ملاتړ کوي زمینه برابره کړي.))

نوموړي زیاته کړه، ټاکل شوې د تسلسلي قېمتي نباتي حاصلاتو د پروژې په پلي کېدو سره به د دغه حاصلاتو کچه ۳۰ سلنه او د ۳۰ زره کورنیو عایدات به ۲۰ سلنه لوړ شي.

دغه راز نوموړی وویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به ۱۰ زره کاري فرصتونه رامنځته شي،د کرنیزو محصولاتو د پلور کچه به ۷۵ میلیون ډالره لوړه شي او مرستندویه شرکتونو ته به ۲۰ مېلیون ډالر قرض ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې پروژې په تطبیق سره به د ۵۵ زره بزګرانو د حاصلاتو تولیدي وضعیت، غذايي مصونیت، د حیواناتو ژوند او روغیتایي وضعیت ښه شي.  

وزیر د مالدارۍ د تسلسلي پروژې د ارزښت په اړه وویل: (( اټکل کېږي چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د مالدارۍ تولیدات ۳۰ سلنه، او د ۲۵ زره مالداره کورنیو عایدات به ۱۵ سلنه لوړ شي او ۴ زره نوي کاري فرصتونه چې ۱۲۵۰یې د مېرمنو لپاره په نظر کې نیول شوي به رامنځته شي.))

د دراني په خبره، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د دغه پروژې د مرستندویه شرکتونو د پلور اندازه ۶۵ مېلیون ډالره لوړه شي او د مالدارۍ په برخه کې به د شخصي سکتور له لوري ۳۰ مېلیون ډالر پانګونې ته زمینه برابره شي.

نوموړي روښانه کړه چې د پروګرام مرسته کوونکو شرکتونو ته د ۱۸ مېلیون ډالرو قرضې ورکول د یادې پروژې بله ګټه ده.

د امریکا د متحده ایالتونو د پرمختیايي ادارې رییس هیربی سمیت (Herbie Smith) د یادو پروژو موخه بزګرانو او مالدارانو ته د ډېرو فرصتونو رامنځته کول وبلل.

نوموړي وویل: (( په دې پروژه کې به زموږ هڅه دا وي چې د مالدارۍ او باارزښته زراعتي محصولاتو په برخه کې د خصوصي سکټور له فعالیتونو څخه د ملاتړ په وسیله د بازار اړتیاوې پوره کړو او دغه راز بهرنیو بازارونو ته د افغاني محصولات ولېږدوو.))

هغه زیاته کړه، په دغو پروګرامونو کې مخکښو او سیالو خصوصي شرکتونو باندې تمرکز کېږي تر څو د یادې برخې شرکتونو او فعالینو ته د کسب او کار د پراختیا په برخه کې زمینه برابره کړي.))

د هغه په خبره، په دې پروژو کې له خصوصي سکټور سره هم کار کېږي تر څو د تل پاتې بازار درلودو لپاره کرنیز او د مالدارۍ تولیدات په ښه ډول برابر کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې دغه اداره هڅه کوي ترڅو د افغان تولیدات کچه لوړه شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس عتیق الله نصرت په دې غونډه کې وویل، خصوصي سکټور به د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې له حکومت او امریکا د متحده ایالاتو له پرمختیايي ادارې سره مرستندوی وي.

هغه زیاته کړه: ((یوازینۍ سکتور چې د افغانستان په اقتصاد کې فعاله برخه لري زراعت دی، موږ د ۸۷۵ مېلیون صادراتي ډالرو له جملې چې په تېر کال کې مو درلودل ۸۲۵ میلون ډالر یعنې ۹۵ سلنه زراعتي محصولات و، موږ د چرګانو د غوښې او هګیو په برخه کې ځان بسنې ته روان یو.))

هغه د ملي یوالي د حکومت د هوايي دلهېز د جوړېدو له نوښت څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: (( له هوايي دهلېز څخه مو د ۶۰ مېلیون ډالرو په ارزښت درې زره ټنه صادرات درلودل چې د بېلانس د او دغه راز په غیرمستقیم ډول د ځکمنو حاصلاتو د زیاتېدو او ګاونډیانو د فشار د کمېدو لامل شول.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement