ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: افغانستان کې د بې سوادۍ له منځه وړل ملي همغږۍ ته اړتیا لري

عبدالله: افغانستان کې د بې سوادۍ له منځه وړل ملي همغږۍ ته اړتیا لري

author avatar
4 Sep 2018 - 18:08
عبدالله: افغانستان کې د بې سوادۍ له منځه وړل ملي همغږۍ ته اړتیا لري
author avatar
4 Sep 2018 - 18:08

کابل (پژواک، ١٣ وږی ٩٧): په کابل کې د سواد نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې مرستندویانو په داسې حال کې د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ چې شاوخوا ۱۲ سلنه ماشومان په افغانستان کې زده کړو ته لاس رسی نه لري.

د پوهنې وزارت سرپرت میرویس بلخي په سپېدار ماڼۍ کې د دغو مراسمو په جریان کې وویل چې په افغانستان کې د نه پرمختګ اصلي لامل بېسوادي ده.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې همدا اوس ۳،۷ ميلیونه ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري او دا د پوهنې وزارت پر وړاندې یوه لویه ستونزه ده.

هغه له جزيیاتو پرته وویل، د پوهنې وزارت د بې سوادۍ د کمولو لپاره بېلا بېل پروګرامونه لري، د بې سوادۍ د له منځه تللو هڅه کوي او په خپل ټول توان کوښښ کوي چې له زده کړې بې برخې ماشومانو ته ښوونځي ته د تلو زمینه برابره کړي.

اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله دې مراسمو ته وویل، د سواد د نړیوالې ورځې نمانځل تر ټول هېوادونو افغانستان ته مهم دي، ځکه دغه هېواد د روښانه لاملونو له امله د پرمختګ له کاروان شاته پاتې دی او ډېر وګړي یې سواد نه لري.

هغه وویل، د اسلام په مبارک دین کې هم پر لوستلو او لیکلو ټینګار شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((د «ولولو»  په کلمه د وحې پیل د اسلام په مبارک دین کې د علم او پوهې د ارزښت څرګندوي کوي. قران کریم انسانانو ته ستر پیغام ورکړی دی. د اسلام خوږ پیغمبر فرمايي: هر بندي چې دوه درې کسانو ته زده کړه ورکړي له بنده خوشي کېږي. دا موضوع په ښه توګه د زده کړې ارزښت روښانه کوي، خو نن د دین تر نامه لاندې ډلې د هېوادوالو د زده کړې مخه نیسي.))

د هغه په خبره، هر څوک چې د ماشومانو د زده کړې مخنیوی کوي لوی جرم کوي. د الله ج او بندګانو پر وړاندې به ځواب ورکوي.

هغه د زده کړې په برخه کې د پوهنې وزارت کړنې وستایلې او ويې ویل، حکومت په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، خو د دې موخو ترلاسه کولو لپاره ډېرې اوږدې لارې په مخ کې پرتې دي.

عبدالله په هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره د عمومي همغږۍ غوښتنه وکړه او له نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنې، دیني عالمانو، خصوصي شرکتونو او هېوادوالو څخه وغوښتل چې له بې سوادۍ سره په مبارزه کې برخه واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا Mitsuji Suzuka)) په دې مراسمو کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره په ټولو برخو په ځانګړي ډول د بې سوادۍ له منځه وړلو کې مرستو ته لېوال دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.