ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو طالبانو په رسمي توګه د جلال الدين حقاني مړينه اعلان کړه

وسله والو طالبانو په رسمي توګه د جلال الدين حقاني مړينه اعلان کړه

author avatar
4 Sep 2018 - 09:02
وسله والو طالبانو په رسمي توګه د جلال الدين حقاني مړينه اعلان کړه
author avatar
4 Sep 2018 - 09:02

کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٧) : وسله والو طالبانو په رسمي توګه اعلان وکړچې ددې ډلې مهم غړى مولوي جلال الدين حقاني د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د وږي په ١٣مه، رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي جلال الدين حقاني ددوى د رهبرۍ شورا غړى او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو او قبايلو چارو وزير و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړى د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوى او له کورنۍ سره يې غمرازي کړې ده.

خو طالبانو د حقاني د ناروغۍ د څرنګوالي، د مړينې د کره نېټې، د جنازې او تدفين په اړه   معلومات نه دي ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي جلال الدين حقاني له څو کلونو راهيسې سخت ناروغ او پر بستر پروت و.

که څه هم طالبانو اوس د هغه مړينه اعلان کړې،خو بي بي سي او پاکستانيو رسنيو په ٢٠١٥ کال کې د حقاني د کورنۍ او طالبانو د نږدې سرچينو په حواله د هغه د مړينې خبر ورکړى و.

د افغانستان د امنيت شورا پخواني وياند تواب غورځنګ په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي  چې مولوي حقاني په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې مړ شوى و.

هغه زياته کړې : (( اوس به وکتل شي چې طالبان د هغه له مړينې څخه څه لاسته راوړل غواړي.))

مشهور پاکستاني ژورنالېست طاهر خان بيا په ټويټر کې ليکلي چې مولوي جلال الدين حقاني په ٢٠١٤ کال کې مړ شوى و، خو کورنۍ او طالبان يې مړينه پټه ساتلې وه.

هغه زياته کړې چې حقاني پر ډيورنډ کرښه په يوه هوايي بريد کې لومړى ټپي، خو وروسته يې ساه ورکړه او په خوست ولايت کې په پټه توګه خاورو ته سپارل شوى دى.

جلال الدين حقاني په ۱۹۵۰زيږديز کال کې په پکتیا ولایت کې زېږیدلی و او په ځدراڼو قوم پورې يې تړاو درلود.

پر افغانستان د شوروی اتحاد دیرغل له پیل سره سم هغه پاکستان ته هجرت وکړ او د مولوي یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب جهادي ډلې سره یو ځای شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.