د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو کندهار کې د سپرليو له موټره څلور کسان تښتولي

وسله والو کندهار کې د سپرليو له موټره څلور کسان تښتولي

Sep 04, 2018 - 13:59

کندهار ښار (پژواک، ١٣ وږى ٩٧) : چارواکي وايى  چې  وسله والو طالبانو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې څلور ملکي وګړي له موټره ښکته کړي او بيولي دي.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول عزیز احمد عزیزي د وږي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څلور تنه د پکتیا او بادغیس ولایتونو اوسېدونکي دي او میوند ولسوالۍ ته د خپلو دوستانو لیدو ته راغلي وو چې د پولیسو په لیکو کې دنده لري.

هغه زیاته کړه، دغه کسان له خپلو دوستانو سره تر لیدنې او شپې تېرولو وروسته سهار مهال بېرته روان وو چې وسله وال پرې خبر شوي وو.

د نوموړي په وينا، وسله والو طالبانو دوى ته کمین  نیولی او څلور واړه یې له موټره کښته کړي او ورسره بيولي يې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې ده چې دوه مياشتې مخکې وسله والو طالبانو د يوه شرکت شاوخوا ٤٣ کارکوونکي هم تښتولي وو، چې وروسته يې خوشې کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement