کندهار (پژواک، ۱۳ وږی ۹۷): په کندهار کې د کلیوالي مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام پيل شو چې په ترڅ کې به یې ۵۰۰ تنو ته د غالۍ اوبدلو زده کړې او وسايل ورکړل شي.
چارواکي وايي چې دغه پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د کندهار په ارغنداب، ډنډ، دامان او ژېړۍ ولسواليو کې پلی کېږي چې د پنځو کلونو لپاره به دوام وکړي.
د دغه پروګرام د پيل په مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، د کلیو د بیا رغوني او پراختیا رییس محمد نسیم ایوبي، د دغه پروګرام مسوولینو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی و.
محمد نسیم ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه پروګرام له لارې به ۵۰۰ تنو ښځو او نارینه وو ته د غالۍ اوبدلو په برخه کې د زده کړو تر څنګ ټول اړین وسایل ورکړل شي.
د ده په خبره، اړوند وزارت هڅه کوي د دې او ورته نورو پروګرامونو له لارې سیمه ییزه حکومتولي پیاوړې کړي، کلیوالي اقتصاد حمایه او ټولنیزه رفاه او ثبات رامنځ ته کړي.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د کلیو د بیا رغونې وزارت او د دغه ریاست له مسوولینو مننه وکړه چې د بېرته را ستنېدونکو، مېرمنو او ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا هڅه کوي او د دا ډول ګټورو پروګرامونو زمینه ورته برابروي.
هغه زیاته کړه:" زموږ ګڼ شمېر ښځې او نارینه له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو د دغه پروګرام له لارې به وکړای شي تر یوه حده خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي "
ده ژمنه وکړه چې ولایتي اداره او ملي سوداګر به د دغه پروګرام له لارې اوبدل شوو غالیو ته په کور دننه او بهر بازارموندنه کوي.
منیب له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې په ورته توګه د ښځو او نارینه وو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره دې ورته نور پروګرامونه پلي کړي.
په کندهار کې دا لومړی ځل دی چې د غالۍ اوبدلو دغسې یو بنسټیز پروګرام پیل کېږي چې ښځې او نارینه ورته خوشحاله دي.
د نجیبې په نوم د کندهار ښار د میرویس مېنې یوې اوسېدونکې پژواک ته وویل، چې په تېر کې د ښځو او نارینه وو لپاره د لاسي صنعت اړوند په نورو برخو کې پروګرامونه پلي شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې دغلته د غالۍ اوبدلو د صنعت په برخه کې اساسي کار کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن