ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړو له امله د غور مرکز ته سلګونه کورنۍ کډه شوې

د جګړو له امله د غور مرکز ته سلګونه کورنۍ کډه شوې

author avatar
5 Sep 2018 - 15:19
د جګړو له امله د غور مرکز ته سلګونه کورنۍ کډه شوې
author avatar
5 Sep 2018 - 15:19

فېروزکوه (پژواک، ١٤ وږی ٩٧): یو شمېر هغه داخلي کورنۍ چې د جګړې او نا امنۍ له امله غور ولایت ته راغلې وايي چې په سختو شرایط کې ژوند کوي او د نه پاملرنې په صورت کې به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه د دغه ولایت مرکز فېروزکوه ته له فاریاب، بادغېس، هلمند، کندوز او د یاد ولایت له یو شمېر ولسوالیو څخه ۲۵۰۰ کورنیو پناه راوړې چې له ۱۰۶۷ کورنیو سره د مرستندویو موسسو لخوا د غذايي او غیر غذايي موادو مرسته شوې.

له دې ډلې د بادغېس ولایت له جوند ولسوالۍ څخه ۲۱ کورنۍ تازه فېروزکوه ته راغلې دي.

دغه کورنۍ وايي، له پنځو ورځو راهیسي تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي خو سیمه ییزې ادارې یې د ستونزو د حل لپاره لازم ګامونه نه دي پورته کړي.

دغه راز یې بېځایه شوې کورنۍ د اولادونو له بد روغتیايي وضعیت څخه شکایت کوي او وايي، ماشومانو یې په بېلا بېلو ناروغیو لکه نس ناستی او استفراق اخته دي چې دوی یې د درملنې توان نه لري.

۳۶ کلن میراحمد چې د باغېس له جوند ولسوالۍ څخه فېروزکوه ته راغلی له پژواک سره په خبرو کې وویل، له وسله والو مخالفینو سره د امینتي ځواکونو د دوام داره جګړې له امله دوی کډوالۍ ته اړ شوي دي.

نوموړي په ژړغوني غږ زیاته کړه: ((طالبانو مو ټوله شتمني په یغما یووړه، زامن مو یې را ووژل، موږ مجبور شوو چې کورونه پرېږدو او غور ته راشو.))

هغه وویل، د غور سیمه ییزې ادارې هرې بېځایه شوې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړې چې د کورنۍ د ټولو غړو لپاره بسنه نه کوي او د کورنۍ یو شمېر غړي یې مجبور دي چې له خېمې څخه بېرون ویده شي.

۵۵ کلنه خال بي بي چې د بادغيس په جوند ولسوالۍ کې یې خاوند او یو زوی په جګړه کې وژل شوي او نوموړې اوس د یوې ۹ کسیزې کورنۍ په سرپرستي فېروزکوه راغلې ده.

هغې وویل: ((کله چې هوا تیاره شوه، د طالبانو له ظلم او زیاتي څخه د خلاصون لپاره موږ له کوره را وتښتېدو.))

هغې زیاته کړه، د خوراک او څښاک لپاره هېڅ نه لرو، ماشومان مو په بد روغتیایي وضعیت کې قرار لري، له حکومت او مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې د بادغېس د کډوالو وضعیت ته توجه وکړي.

خال بي بي زیاته کړه: ((طالبانو مو د کورنۍ سرپرست ووژلو، موږ یې تېښتې ته مجبور کړو، بد ژوند لرو، د خوراک لپاره ډوډۍ نه لرو او که له موږ سره مرسته ونه شي مړه کېږو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.