ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښاریان د دغه ښار د فرعي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

د خوست ښاریان د دغه ښار د فرعي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي

author avatar
5 Sep 2018 - 11:40
د خوست ښاریان د دغه ښار د فرعي سړکونو له خرابوالي شکایت کوي
author avatar
5 Sep 2018 - 11:40

خوست ښار (پژواک، ۱۴ وږی ۹۷): د خوست ښاريان او موټر چلوونکي وايي چې د ښار دننه زياتره فرعي سړکونه تخريب شوي او دا مهال جدي ترميم ته اړتيا لري.

د هغوی په وينا، د دغو سړکونو له امله هره ورځ مالي زيان ويني او په وينا يې که مسوول چارواکي دغه ټکي ته پاملرنه ونه کړي، نو د ښار اوسنۍ بڼه به له دې هم خرابه شي.

ښاريان او موټر چلوونکي د خوست پر ښاروالۍ نيوکې کوي او وايي چې د خلکو د فکر بدلولو په خاطر يې د نمونې په ډول د ښار يو څو سړکونه سر سري جوړ کړل او نور ټول همداسې بې برخلیکه پاتې دي.

۳۱ کلن فضل الرحيم د خوست ښار سپين جومات ته څېرمه د وچې مېوې او خوراکي توکو هټۍ لري.

هغه چې د رخت پر يوه ټوټه يې له ځينو توکو خاورې او ګردونه پاکول، پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم سړک چې د ده له هټۍ مخې تېر شوی سړک ټول کنډو کپر دی.

فضل الرحيم وايي چې د خاورو او ګردونو له امله دی هره ورځ له زرو نيولې ان تر پنځو زرو افغانيو پورې مالي زيان ويني.

هغه وايي: ((د ښار سړکونه ټول مات مات دي او د ښار ښکلا هم په سړکونو پورې تړلې ده. زما خو د وچې مېوې او خوراکي توکو دوکان دی، دا چې ګردونه ووهي نو مجبور يم چې ټول سامان لرې وغورځوم؛ ځکه بيا څوک يې نه اخلي.))

دغه راز ۲۹ کلن محمدالله له تېرو شپږو کلونو راهيسې په خوست ښار کې ټکسي چلوي.

نوموړي چې تازه يې سپرلي ښکته کړي وو، له پژواک سره خبرو کې وويل چې د ښار د داخلي سړکونو د خرابوالي له امله يې کاروبار ته ډېر زيان رسېدلی دی.

محمدالله وايي کومې پيسې چې له دغه درکه لاسته راوړي، نيم په نيمه په خپل موټر باندې مصرفوي، ځکه پر وينا يې چې ډېر عوارض کوي.

دی زياتوي: ((د خوست ښار سړکونه ټول مات دي، زموږ موټرو ته عوارض پيدا کوي، ګڼه ګوڼه رامنځته کوي او موږ خپل هدف ته پر وخت رسيده ګي نه شو کولی. په اوونۍ کې يو ځل زه خامخا ۱۵۰۰ افغانۍ د موټر په عوارضو مصرفوم.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.